د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي پروژه په عمل کښي
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخه، د پوهنتون په بېلابېلو ځایو کښي د عامه پوهاوي له پاره لوحې نصب سوې.
پر دغو لوحو د علم پر ارزښت د قرآن کریم مبارک آیتونه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ویناوي، د نوموتو علماء کرامو مشورې او د امیرالمؤمنین شېخ صاحب حفظه الله ارشادات لیکل سوي دي؛ دغه لوحې د پوهنتون په بېلابېلو برخو کښي؛ په ځانګړې ډول په داسې ځایو کښۍ نصب سوي، چي محصلان د تېرېدلو په وخت کښي هغه وويني او د علم، اخلاقو، او دیني ارزښتو اړوند اړین پیغامونه ترلاسه کړي.
دا نوښت د دې له پاره سوی، چي محصلان د خپلي تحصیلي دورې په ترڅ کښي نه ېوازي د مسلکي مهارتو؛ بلکي د معنوي او اخلاقي ارزښتو په لاسته راوړلو کښي هم لا زیات هڅېدلي يي؛ د دې متنو هدف دا دئ، چي محصلان د زدکړو په ارزښت پوه، وخت وسپموي او ځانونه لا نور په ښو اخلاقو سمبال کړي.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۷