د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي نوو محصلانو ته د کتابتون پېژندني معلومات ورکړل سول

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۵:۲۴
aa

د ژورنالیزم پوهنځي نوو محصلانو ته د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون څخه تر ليدني وروسته د یاد کتابتون په هکله د کتابتون مسئولانو معلومات ورکړل.

د کتابتون څخه د لیدني پر مهال د کتابتون مسئولانو، نوو محصلانو ته د علامه حبیبي کتابتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات وړاندي ورکړل او هغوی ته ئې د کتابتون څخه د ګټي اخیستني طرزالعمل تشرېح کړ.

وروسته د ژورنالیزم پوهنځي رئېس پوهنیار سید انور شاه عابد له محصلانو هیله وکړه؛ چي له کتابتون څخه منظمه استفاده وکړي او د مطالعې له پاره وخت پر وخت کتابونه ترلاسه او ګټه ځنې واخلي.

د یادوني وړ ده، چي علامه حبیبي کتابتون په عصري سيسټم د استادانو او محصلانو د مطالعې له پاره چمتو دئ او هڅه کېږي، چي د کتابو او تجهیزاتو له اړخه نور هم غني کړل سي.