د بيزو تڼاکي ناروغۍ په اړه د پوهاوي سیمینار وړاندي سو

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۲۱
22

د چهارشنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د علمي څېړنو او مجلو معاونیت، د پوهنتون ټولو کارمندانو او محصلانو ته د بيزو تڼاکي یا Monkey Pox ناروغۍ په اړه د پوهاوي سیمینار وړاندي کړ.

په همدې موخه جوړ سوی سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سرکښي، د کندهار پوهنتون رئېس شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ د عمومي بیان کولو وروسته ئې محصلانو ته په خطاب کښي وویل: الحمدالله نور په افغانستان کښي، هر ډول تعصب له منځه تللی، ټول ېو مسلمانان او افغانان یو، د کندهار پوهنتون دروازه د ټولو محصلانو پر مخ خلاصه ده، هره غوښتنه او ستونزه زما سره په ډاډه زړه شریکه کولای سی. وروسته هغه وویل: انسان په علم او ادب سره د کمال او شخصیت لوړ پوړ ته رسېدلای سي؛ نو له همدې کبله نوو محصلانو ته په کار ده، چي د پوهي، کمال او ادب په لاس ته راوړلو کښي هڅي وکړي.

وروسته د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور کمالدین کمال د سیمینار اړوند خبري وکړلې او زیاته ئې کړه، چي دغه سیمینار د عامه پوهاوي په موخه وړاندي کیږي او زموږ مسئولیت دئ، چي د دغه ناروغۍ په له مېنځه وړلو کښي هڅه وکړو او د یادي ناروغۍ په اړه معلومات د ټولني تر خلګو پوري ورسوو.

تر ویناؤ وروسته د طبیعي علومو کارپوهه ویس محمد لعلي او د طب پوهنځي استاد ډاکټر رحمت الله سیرت د بيزو تڼاکي یا Monkey Pox ناروغۍ اړوند په پرېزينټېشنو کښي معلومات وړاندي کړل، چي د یادي ناروغۍ پېژندنه، وقایه، تشخیص، درملنه او نور معلومات وړاندي کړل او وې غوښتل، چي یاد معلومات د ټولني تر خلګو پوري ورسوي. وروسته سیمينار د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۳/۶/۲۴

د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت