اقتصادي سټراټيژيکي کړنلاري؛ د افغانستان د موازي سېر له پاره سیمه ایز تقلید، په نامه علمي بحث وسو
د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اقتصادي سټراټيژيکي کړنلاري؛ د افغانستان د موازي سېر له پاره سيمه ايز تقليد په نامه د ياد پوهنځي د غونډو په تالار کښي د وطن دانه شرکت په مالي لګښت علمي بحث وکړ، چي پکښي د کندهار پوهنتون د رهبرۍ غړي، د دولتي ادارو مسئولان، استادان او محصلان حاضر ول.
علمي بحث چي د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سو، په سر کښي، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئېس پوهنیار عبدالله زیارمل ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، د خبرو پر مهال ئې، د نظري زده کړو تر څنګ، عملي زده کړي اړيني وبللې؛ وروسته ئې د یاد علمي بحث موخه بیان کړه، د مالي شمولیت د کچي د لوړاوي او د کوچني کاروبارو د پر مختک پر حل او چارو باندي ئې هر اړخیز بحث او خبري وکړې.
ورپسې د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار عبدالخالق چوپان د یاد علمي بحث پر جوړېدو خوښي وښووله، هغه وویل: د نړۍ د ټولو پرمختللو هیوادو د پرمختګ تر شا، اقتصادي حرکت موجود دئ او په اسلام کښي هم، د اقتصادي پرمختګ په اړه ویل سوي، چي مال او اقتصاد تل باید د حرکت په حال کښي يي؛ نو موږ ټولو ته دا په کار ده، چي لومړي د اقتصادي حرکت د پر مختګ له پاره اقتصادي سټراټيژیکي کړنلاري وپېژنو، چي هغه د همدې ډول اقتصادي علمي بحثونو او علمي پوهي په مټ زده کولای سو.
ښاغلي چوپان د خپلو خبرو په ورستیو کښي، د ټولو استادانو څخه ځانکړې مننه وکړه، چي د محصلانو د معلوماتو د لا بډایني او فکري روزني له پاره داسي علمي بحثونه جوړوي، او محصلانو ته ئې له خپله اړخه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
د غونډي په جریان کښي، د کندهار د اقتصاد ریاست رئېس م. عبداسلام بریالي محصلانو ته په اشاره وویل: چي د نظام مشران د هیواد د اقتصادي ودي له پاره ستاسي ګټورو طرحو ته په ارزښت او لومړيتوب قايل دي؛ نو په دې برخه کښي ستاسي هر ګام اخيستل به مو د خپل مسئوليت د لا ښه ادا کېدو په مانا يي.
تر ویناو وروسته، د اقتصاد پوهنځي استادانو، اقتصادي سټراټيژيکي کړنلاري؛ د افغانستان د موازي سېر له پاره سیمه ایز تقلید اړوند جوړ سوي، معلوماتي پرېزينټېشنونه پېل کړل، چي په هغو کښي ئې، اسلامي سرمايوي (صکوک) بازارونه، د کوچنيو کاروبارو د تمويل لاري چاري، مالي شموليت یا (Financial Inclusion) او دغه راز ئې نور اړوند مهم ګڼ موضوعات وړاندي کړل.
د علمي بحث په ورستیو کښي، د کندهار پوهنتون رهبرۍ د وطن دانه شرکت مشرتابه ته ېو مننلیک، او د کندهار اقتصاد ریاست رئېس ته ېو ايوارډ ورکول سو او په ژوند کښي د برياؤ دؤعاوي ورته وسوې؛ وروسته علمي بحث د دؤعا په ویلو سره پاى ته ورسېد.