د درواغو د ویلو څخه د ځان ساتني په نوم علمي سيمینار وړاندي سو
د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه په تېره ېوه اونۍ کښي د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلانو ته د درواغو د ویلو څخه د ځان ساتني په نوم درېیم علمي سيمینار وړاندي کړ.
د یادو سیمینارو په لړ کښي وروستۍ سیمینار ئې د کندهار پوهنتون د انجینېري پوهنځي دوهم صنف محصلانو ته وړاندي سو، سيمینار چي د تل په څېر د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو؛ په پېل کښي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد م. نقیب الله فاروقي د درواغو د ویلو څخه د ځان ساتني اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د درواغو د ویلو تاوانونه، د درواغو څخه د ځان ساتني حل لاري او په ټولنه کښي د ریشتیا ویلو ګټي بیان کړې او بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه په ورځني ژوند کښي څو بېلګي وړاندي کړې.
د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.