نوو محصلانو ته د پوهنتون پېژندني ېو ورځنی علمي او معلوماتي سمینار وړاندي سو
د شنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د ښووني او روزني پوهنځي د فرهنګي کمېټې په نوښت د پوهنتون د پېژندني په نامه ېو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاالله محمدي وړاندي کړ، چي پر مهال ئې د ښووني او روزني پوهنځي د څانګو آمرانو، د فرهنګي کمېټې مسئول پوهنيار احمدشاه نوابي او د دوولسو څانګو محصلانو ګډون درلود.
په همدي موخه جوړه سوې غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت ویلو شروع سوه، په پېل کښي د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر عطاالله محمدي د کندهار پوهنتون د پېژندني په نوم ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د کندهار پوهنتون اُصول او مقررات، د نظم او ډسيپلین لایحه، کرېډیټ سیسټم او د پوهنتون بېلابېلو برخو په اړه معلومات ځاى پر ځاى سوي ول او هم د نوو محصلانو پوښتنو ته په هره برخه کښي جوابونه وويل سول.
د ياد سیمينار په پای کښي ټولو نوو محصلانو د ياد سیمينار له پايلو او نتايجو څخه خوښي څرګنده کړه، او د مسئولانو له لورۍ نوو محصلانو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړل سو.
وروسته یاد ېو ورځنی سيمینار په دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېد.