د (روښانه راتلونکى) علمي – ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۹:۱۳
/

د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز پېل کړې د (روښانه راتلونکى) په نامه د علمي، ديني او معلوماتي سيمينارو لړۍ دوام لري.

ياده لړۍ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز، محصلانو چارو د انسجام آمريت او کندهار پوهنتون د فرهنګي کمېټې په نوښت؛ د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي د استاد پوهنمل عطاء الله محمدي په همکاري وړاندي کيږي؛ چي د (١۴۴۵ل.) کال د ربیع الاول د مياشتي پر (۱۲مه) د چهارشنبې په ورځ ئې د سهار دوهم (پرله پسې پنځه پنځوسم ) معلوماتي سيمينار وړاندي سو.

ښاغلي محمدي (د روغتیا راز) په نامه سيمينار وړاندي کړ؛ هغه د ېوه (٩٥) کلن سپينږيري او ېوه ځوان ترمنځ سوې مناقشه وړاندي کړه او وې ويل، چي د ښې روغتيا له پاره، د اسلام د سپېڅلي دين لارښووني بايد عملي کړل سي؛ هغه زياته کړه، چي الله جل جلاله هر څه د ېوه حکمت له پاره پيدا کړي دي؛ نو پر کومو خوړو، چي بسم الله الرحمن الرحيم وويل سي؛ الله پاک جل جلاله ئې تاواني اړخونه له منځه وړي؛ که ډوډۍ خوړله کيږي؛ نو بايد د بل له مخ څخه و نه خوړله سي او نه هم تر بل له مخ څخه وخوړله سي؛ ځکه په دې سره د ملګري حق او د ډوډۍ صدقه ادا کيږي.

د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د يادوني وړ ده، چي دا لړۍ هره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پر (١٠:٣٠) بجې او پنجشنبې په ورځ د ماپښين پر (٠٢:٣٠) بجې بېلابېلو محصلانو ته وړاندي کيږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د شخصي لوړو زده کړو مؤسساتو د پسرلني سمیسټر کانکور آزموینه واخیستله سوه

په کندهار کښي، د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو شخصي مؤسسو د (۱۴۰۳.ل) کال د پسرلني سمیسټر د شمولیت له پاره د دوولسم او څوارلسم ټولګیو ګڼ شمېر فارغانو څخه، د کندهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د سرطان نړۍواله ورځ ولمانځله سوه

د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت او د طب پوهنځي د فرهنګي کمېټې د پلان له مخه؛ د طب پوهنځي د علمي کنفرانسو په تالار کښي، د همدې پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر نعمت الله اسحاق د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۵
Background image

د کمپیوټر زده کړي، له کورس څخه ۱۳۰ محصلان فارغه او د خاصو مراسمو په ترڅ کښي فراغت لیکونه ورکول سول


د شنبې په ورځ، د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د کمپیوټر مدیرت او آفیس زده کړي له پروکرامو څخه ۱۳۰ محصلان له دوه میاشتني زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه د محصلانو. . .

BACK TO NEWS