پوهنمل فيض الله قاضي زاده 

پوهنمل فيض الله قاضي زاده  دمرحوم قاضي عبدالرزاق زوي په(۱۳۶۳ل) کال کي، چي د (۱۸۸۵م) کال سره سمون خوري د کاپيسا ولايت، تګاب ولسوالۍ په يوه متمدنه او روڼ اندې کورنۍ کي سترګي روڼي ګړي دي.لومړنۍ زده کړي ئې د بي بي مهرو په ښوونځی کي سره ته رسولي ، ثانوي تعليمات ئې د کابل ولايت محمد علم فيض زاد په عالي لېسه کي بشپړي کړي دي.په (۱۳۸۳ل) کال کي د کابل ښووني او روزني پوهنتون ته شامل او په (۱۳۸۶ل) کال کي د نوموړي پوهنتون، د اسلامي تعليماتو  پوهنځی څخه فارغ سوی دئ. نوموړي د پوهنتون د فراغت وروسته په (۱۳۸۷ل) کال کي د کندهار پوهنتون، شرعياتو پوهنځی کي دعلمي کادر په توګه و منل سو.په (۱۳۹۱ل) کال کي ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځی اسلامي تعليماتو په څانګه کي ماسټري ته معرفي سوو، چي په (۱۳۹۳ل) کال کي ئې د نوموړي برنامې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ.پوهنمل فيض الله قاضي زاده اوس مهال د مقدسي دندي (استادي) تر څنګ دکندهار پوهنتون دمحصلانو چارو د سرپرست مرستيال په توګه دنده اجرا کوي. نوموړی د ملي ژبو (پښتو او دري) تر څنګ په عربي او انګليسي ژبو هم خبري کولای سي.