د ابراهیم النخعي ؒ جامعې ریاست محصلانو ته درې ورځنی سييمنيار پېل سو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۰:۱۵
/

د شنبې په ورځ د کندهار ابراهیم النخعي ؒ جامعې په ریاست کښي؛ د دې جامعې ټولو محصلانو (فاضلانو) ته د کرېډيټ سيسټم او ځيني نورو موضوعاتو په نوم؛ درې ورځنی سيمينار د يادي جامعې په غوښتنه؛ د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختيايي مرکز آمر پوهنمل عطاء الله محمدي پېل کړ؛

یاد ورکشاپ چي د قرآن کریم په څو مبارکو آيتونو سره پېل سو؛ وروسته د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي؛ د کرېډيټ سيسټم پر پېژندني او نورو اړوندو سرلیکونو بحث او خبري وکړې؛

د نن ورځي د وړاندي سوي برخي په اړه د سيمينار په پاى کښي د موضوع اړوندو ټولو پوښتنو ته جوابونه وويل او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.

د یادولو وړ ده، چي یاد سيمينار به دوې ورځي نور هم ادامه ولري.

یکشنبه ۱۴۴۵/۲/۸

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت