د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروکرام (MPH) څخه ۴۲ ډاکټران فارغه سول

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۴ - ۹:۴۵
/

د پنچشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروکرام (MPH) څخه ۴۲ ډاکټران د ۴مي ۵مي او ۶مي دورو څخه فارغه سول؛ چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار په یو خصوصي صالون کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.

 

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په سر کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي رئېس ډاکټر نجیب‌الله رحیمي ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ او ټولو فارغینو ته ئې د دوی د تحصيلي مزل د بشپړېدو مبارکۍ ورکړله؛ وروسته ئې د طب پوهنځي او د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروکرام (MPH) پر تاریخي اړخ، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو خبري وکړې، چي په خبره یې؛ د کندهار پوهنتون د عامي روغتیا د ماسټرۍ پروکرام (MPH) څخه په تېرو ۶ پړاونو کي ۸۰ تنه ډاکټران په مسلکي ډول فارغه سوي او بیا ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سوي او په خپلو خبرو کي یې وویل؛ اوس د طب پوهنځي په پنځو بېلابیلو برخو کي فعاله څانګي لري او عملاً پکښي محصلان روزل کیږي، چي په خبره یې دا پوهنځي د ماسټرۍ پلان هم لري او د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخي دوی به د دوکتورا پروګرام هم راپيل کړي.

 

ورپسې د کندهار پوهنتون رئېس الحاج م. اکرم شاه عاصم په لومړیو کي د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د ټولو اُستادانو هڅي وستایلې او ویې ویل د روغتیا په برخه کي په دومره لوړه کچه ډاکټران فارغېدل او بیا ټولني ته وړاندي کول دا د ټول افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده او په خپلو خبرو کي ئې غوښتنه وکړه چي د ځورېدلي ولس هیلي ور پوره کړئ، ترڅو افغانان د پردیو هیوادونو څخه راوګرځي او همدلته په هیواد دننه یې ستاسو په مټ درملنه وسي.

 

وروستیو کښي نورو مسؤلینو هم وینا وي وکړې؛ او هم د فارغ سوو ډاکټرانو په استازیتوب ډاکټر زیارمل فیضي خبري وکړې او ژمنه یې وکړه، چي د ولس لپاره به پوره اخلاص او امانتدارۍ سره د روغتیا په برخه کي خدمت کوي او له هغه وروسته ټولو فارغ سوو ډاکټرانو ته د ورغلو مسئولینو له لوري د فراغت سندونه ورکړل سول او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.