د (مونوګراف لیکنه) شل ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۵:۹
/

د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي د مونوګراف لیکني شل ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد؛ ياد ورکشاپ د محصلانو د پوهي د لوړتيا په موخه؛ د (۱۴۰۲ هـ ش.) کال د جوزا میاشتي پر (۲۰مه) پېل سوی وو، د مونوګراف ليکني په هکله هر اړخيزه معلومات پکښي وړاندي سول.

یاد ورکشاپ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي استاد، پوهنمل عطاء الله محمدي د مسلکي پرمختيايي مرکز د غونډو په تالار کي، د دې پوهنتون د څلورمو ټولګیو د محصلانو ترڅنګ د کښتو ټولګیو محصلانو ته په اونۍ کي دوې ورځي: هره شنبه ماپښين ۳:۰۰. بجې او هره پنجشنبه ماپښین ۱:۰۰. بجه دائراوه، چي د شلو ورځو په جریان کي د مونوګراف اړوند ټول اړين توکي او مهارتونه: د مونوګراف پېژندنه، لنډيز، سريزه، اړتیا، ډولونه، د څېړني مېتودولوژي، اصلي موضوع، پايل، وړانديزونه، ماخذونه، د فوټ نوټ استعمال، لمنليکونه، فهرست او د مونوګراف ليکني پر نورو تخنيکونو؛ که شکلي ول او که ليکني؛ بحث وسو، او د محصلانو پوښتنو ته د جواب ورکولو وروسته د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.