د کندهار ولایت د (۱۴۰۲ ل.) کال د کانکور عُمومي آزمویني د اخیستلو دوې ورځنۍ لړۍ راپېله سوه.

د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت د (۱۴۰۲ ل.) کال د عمومي کانکور د آزمویني لومړۍ ورځ په کندهار پوهنتون کښي راپېله سوه؛ چي په همدې موخه په جوړو سوو مراسمو کي د هیواد د آزمویني د ملي ادارې عمومي رئېس شیخ م. عبدالباقي ح.قاني، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان، د کندهار ولایت د پوهني رئېس مولوي فخرالدین نقشبندي، د کندهار پوهنتون د مالي او اداري چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، اُستادانو او سلونو د آزمویني ګډونوالو ګډون درلود.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان؛ ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، او خوښي ئې وښوده چي (د ۱۴۰۲ ل) کانکور آزموینه دا ځل هم په منظم او معیاري ډول پېلیږي، هغه د دیني علومو تر څنګ د عصري علومو پر اهمیت وږغېدئ، چي په خبره ئې؛ د یو هیواد او ملت پرمختګ پر همدغه علومو ولاړ دئ، چي باید ځانګړی پام ورته وسي.
ورپسې د کندهار د پوهني رئېس مولوي فخرالدین نقشبندي وینا وکړه، هغه خوښي څرګنده کړه؛ چي دا ځل د ښوونځي د فارغانو تر څنګ د مدارسو طالب العلمان هم په آزموینه کي ګډون لري.
همداراز د هیواد د آزمویني د ملي ادارې عمومي رئېس شیخ م. عبدالباقي حقاني صاحب د آزمویني ملي ادارې پر رونټیا او آسانتیاوو هم خبري وکړې او وروسته ئې د پوهنتونونو او عصري علومو د اړتیا په اړه وویل؛ موږ باید د هیواد په کچه ټولو پوهنتونونو ته خپله پاملرنه تر دې هم ډېره کړو؛ ځکه د همدې عصري علومو په مټ کولای سو هیواد او خپله ټولنه بسایني ته ورسوو، د نظام ساتنه د عصري علومو په مټ په ښه ډول کیږي او هم د ژوند اړتیاوي له همدې لاري پوره کیږي.
د غونډي په وروستیو کي د کانکور د آزمویني د ملي ادارې راغلي هئیت؛ مدیر جان کوټوال هم خبري وکړې، هغه وویل؛ داځل د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کي اخیستل کیږي، چي په لومړي پړاو کي ۱۱ ولایتونه شامل ول، چي ازموینه ئي مخکي اخیستل سوې، او نن پنجشنبه او سبا جمعه د دغي آزمویني په دوهم پړاو کي به په کندهار ولایت کښي د « ۱۹۲۵» د دوولسم او څوارلسم ټولګیو له فارغانو آزموینه واخیستل سي، او دغه راز په دې آزموینه کښي د عالیه او خامسه درجې له ۱۹ علماء کرامو څخه هم د کانکور ازموینه اخیستل کیږي، چي په خبره یې؛ د کندهار ښار ټولو ګډونوالو د ازمویني په اړه مخکي له مخکي د دوي د کمېټې دبېلایيلو لارو عامه پوهاوی ترلاسه کړی دی.