د لوړو زده کړو وزارت د ډیجیټل سیسټم په اړه ملي کنفرانس دائر کړ

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۷:۲۱
/

د (۱۴۰۲ هـ ش) کال د سرطان پر(۲۰مه) د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست د افغانستان ټولو دولتي پوهنتونو ته د (MIS سیسټم، ژورنال سیسټم، بایومټریک حاضري سیسټم او داسي نورو اړوندو موضوعاتو) په اړه آنلاین ویډیويي کنفرانس جوړ کړ.

یاد کنفرانس چي د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئېسس انجینېر احمد ضیاء جبارخېل په مشرۍ دائر سو، د نورو ولایتو د دولتي پوهنتونو د مسئولانو ترڅنګ، له کندهار پوهنتون څخه علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار عبدالخالق چوپان، د مالي او اداري چارو مرستیال م. عبدالستار حقاني او د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجینېر عمران احمد فرهان ګډون درلود.

د کنفرانس پېل د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو وسوو ورپسې په نوبت سره د ټولو دولتي پوهنتونو مسئولانو د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند نظریات او غوښتني شریکي کړې او د اړوندو ادارو څخه ئې په اړه د لازمو اجراءاتو غوښتنه وکړه.

همدارنګه د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمر انجینېر عمران احمد فرهان هم د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي مربوط معلومات، ستونزي او وړاندیزونه له مسئولانو و سره شریک کړل؛ هغه زیاته کړه د ایمیل اړوند ستونزه، په پوهنځیو کي د د HMIS سیسټم عملي کېدلو، په ویب سایټ کي د ځینو ستونزو حل او همدارنګه د ځینو سافټوېرونو؛ لکه: NMS او Helpdesk او نورو اړوندو موضوعاتو په حل کې  اد وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادوني وړ دهو چي د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست رئېس د ټولو پوهنتونو غوښتني واورېدې، له خبله اړخه ئې د هغو په هوارولو کي ډاډ وښود او لازمي لارښووني ئې وکړې.

سه شنبه: ۱۴۴۴/۱۲/۲۳

د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت