کندهار پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې نوبتي غونډه دائره سوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۵:۵۷
/

د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سرطان میاشتي پر( ۱۸ مه) د علمي شورا د غونډو په تالار کي، د کندهار پوهنتون آزمویني کمېټې نوبتي غونډه د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي په مشرۍ جوړه سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېله سوه، په پېل کي د محصلانو چارو مرستیال م. نور احمد ایوبي د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، چي په ټولو پوهنځیو کي سميسټرونه د پلان له مخه په منظم روان دي؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به د همدې سمیسټر ټول تدریسي بهیر د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال د اسد میاشتي تر (۱۹ مي) نېټې پوري وغځول سي، چي وروسته به د نهائي آزموینو نېټه د آزموینو د انسجام او تفاهم کميټې په بله ناسته کي اعلان کړل سي.

ورپسې د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین د ځینو محصلانو د دوهم او درېیم چانس پاته آزموینو پر بیا اخیستلو، د محصلانو د حاضریو پر کنټرول، د تدریسي پلانونو پر رسولو او ځینو نورو مهمو متفرقه مسایلو هراړخیزه بحث او خبري وکړې؛ ګډون والو ئې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او په پای کښي ئې لازمي پرېکړي وکړې.

د ناستي په ورستیو کې د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو د سته ستونزو او مشکلاتو د حل اړوند خپل نظرونه وړاندي کړل، او له خپله اړخه ئې د هر راز همکاریو ډاډ وښود.

وروسته غونډه د دؤعا په ویلو پای ته ورسېدله.