د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلانو د حاضریو کنټرول او څارنه وسوه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۹:۸
/

د ۱۴۰۲ هـ .ش کال د سرطان میاشتي پر (۱۷ مه او ۱۸ مه) د علمي چارو معاونیت، محصلانو چارو معاونیت، بشري سرچینو آمریت او استادانو آمریت؛ د کندهار پوهنتون اړوند، د ټولو پوهنځیو د استادانو او محصلانو د حاضریو کنټرول او څارنه وکړه.

یاده څارنه د دوو ورځو په جریان کي د کندهار پوهنتون او د طب پوهنځي څخه، د کندهار پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست رئېس پوهنیار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د بشري سرچینو آمر م. ګل احمد هاشمي، د استادانو آمر پوهنمل محمد طاهر هاند او د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین ګډون وکړه.

د څارني په جریان کي د ټولو صنفونو استادانو ته سپارښتنه وسوه، چي د هیڅ محصل سره باید د قانوني عذر نه درلودلو په صورت کښي همکاري و نه سي او هغه محصلان چي درسونو ته نه حاضریږي، باید ناسوب او د سمیسټر په وروستیو کي د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړي پر اساس د نلسوبتیا مطابق محروم وګڼل سي.

د یادوني وړ ده، چي د حاضریو د څارني ترڅنګ رهبرۍ د محصلانو غوښتني هم واوریدلې..