د کندهار پوهنتون نوو مقرر سوو استادانو ته د (کیفیت د تضمین پروسې د ارزښت، پوهاوي او تطبیق) ورکشاپ دائر کړل سو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۳۲
/

د ۱۴۰۲ هـ .ش کال د جوزا پر (۱۵مه) د کیفیت د تضمین پروسې د ارزښت، پوهاوي او تطبیق ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د هدایاتو او د کندهار پوهنتون د ستراتیژیکو اهدافو، د لاس ته راوړلو په موخه، د کندهار پوهنتون د ټولو پوهنځیو نوو مقررو سوو استادانو ته د قران کريم د څو مبارکو آياتونو تر تلاوت کولو وروسته، د مسلکي پرمختيایي مرکز د غونډو په تالار کي د کيفيت د تضمين آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد وړاندي کړ؛

د کيفيت د تضمين آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد په پېل کي ټولو استادانو ته ښه راغلاست ووايه، او ورپسې ئې خپل ترتیب کړى پرېزینټېشن وړاندي کړ.

په ورکشاپ کي د باکيفيته تدريسي مېتودونو، د محصل د ښه روزلو لاري چاري، د علمي څېړنو، په ملي او بين المللي ټولنه کي اعتبار اخيستنه او د محصل، استاد او ټولني تر منځ د رابطې پر موضوعاتو مفصل بحث وسو.

په پای کښي د ګډون والو د پوښتنو د حلولو تر څنګ په آزاد ډول مباحثه او مناقشه وسوه، او ورکشاپ د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.