د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د تېر سمیسټر د ممتازو محصلانو او مقالې ليکني د ګډون والو ستاينغونډه دائره کړه

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۵:۵۷
/

د (۱۴۴۴هـ.ق) کال د ذی القعدې پر (۹ مه) د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي، د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي خپل  د تېر سمیسټر د ممتازو محصلانو او مقالې ليکني د ګډون والو له پاره ستاينغونډه دائره کړه.

په دې غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون د پوهنځيو رئېسانو، استادانو، د آمریتو آمرانو، اداري کارمندانو، محصلانو او راغلو مېلمنو ګډون کړی وو.

غونډه د قران کريم په مبارکو آياتونو پېله سوه.

د غونډي په پرانيستونکي وينا کي د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي رئېس پوهنمل محمد محتاج د غونډي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، او د دوی د ګډون څخه ئې مننه وکړه؛ ښاغلي محتاج د وينا پر مهال ممتازو محصلانو ته د هغوی د زیار او کوښښونو له امله مبارکي وويله، او د کندهار پوهنتون د رهبري او د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي له استادانو څخه ئې مننه وکړه، چي د محصلانو په روزنه کي ئې نه ستړي کېدونکي هڅي کړي او خپل رسالت ئې په ښه توګه اداء کړی دئ.

د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم د علم پر اهميت خبري وکړې؛ هغه و ممتازو محصلانو ته مبارکي وويله او هغوی ته ئې د لابريا په موخه لازمي سپارښتني وکړې؛ ښاغلي رئېس صاحب د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي د استادانو څخه مننه وکړه، چي د محصلانو په روزنه کي ئې خپلي نه ستړي کېدونکي هڅي کړي او د هغوی د تشويق په موخه ئې ستاينغونډه جوړه کړې ده.

د غونډي په جريان کي د مقالې ليکني د سيالۍ ګډون کوونکو محصلانو خپلي مقالې هم د غونډي ګډون والو ته واورولې، او ټاکل سوي هيئت وارزولې.

د غونډي په پای کي د تېر سمیسټر ممتازو محصلانو او د مقالي ليکني د سيالۍ ګډون کوونکو ته ستاينليکونه ورکول سول، او غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله .