د نظم او ډيسيپلين کمېټې نوبتي غونډه وسوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۱:۵۲
/

د (۱۴۴۴ هـ .ق) کال د رمضان د مياشتي پر (۱۳مه) د نظم او ډيسيپلين کمېټې نوبتي غونډه د کندهار پوهنتون د رئېس مولوي اکرم شاه عاصم په مشري وسوه.

غونډه د قران کريم په مبارکو آیاتو پېل سوه.

په ياده غونډه کي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان، د محصلانو چارو مرستيال مولوي نوراحمد ايوبي، د پوهنځيو د نظم او ډيسيپلين کمېټو غړو ، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د پوهنتون د نظم په تامين کي د شريعت د اهميت په اړه خبري وکړې، هغه وويل؛ که غواړو چي نظم او ډيسيپلين په ښه توګه مراعت سي؛ بايد د شريعت پاپند اوسو او هره پرېکړه او فيصله د شريعت په رڼا کي وکړو .

د علمي چارو مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان هم په خپل نوبت د پوهنتون د نظم او ډيسيپلين د تامين په اړه خبري وکړې.

د پوهنځيو د نظم او ډيسيپلين کمېټو غړو په غونډه کي د پوهنتون پر موجودو ستونزو خبري وکړې او د هغو له پاره ئې حل لاري د پوهنتون د رهبرۍ سره شريکي کړې.

د نظم او ډيسيپلين کمېټې غړو د محصلانو ستونزي هم له نېږدي واورېدلې او د هغه د حل په موخه ئې مشورې او حل لاري سره شريکي کړې.

غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ورسېدله.