د طب پوهنځي د ازموينو د صحنو څخه نظارت وسو

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۱:۳۶
/

دا چي د کندهار پوهنتون د (١٤٠١ل. – ١٤٠٢ل.) کال د اول سميسټر د تدريسي بهير تر پاى ته رسېدلو وروسته؛ د (۱۴۰۲ل.) کال د حمل د مياشتي پر (۵ مه) نېټه؛ په کندهار پوهنتون کي د آزمويني د کمېټې د پرېکړي سره سم؛ د ياد سميسټر آزمويني پېل سوې او تر دې دمه جريان لري، د آزموينو د صحنو څخه د نظارت په لړۍ کي نن دوشنبه د حمل د مياشتي پر (۱۴ مه) د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال م. نوراحمد ايوبي د طب پوهنځي د آزموينو د صحنو څخه نظارت وکړ او محصلانو ته ئې د شفافيت ډاډ ورکړ.