په کندهار پوهنتون کښي د میراث د علم روزنیز ورکشاپ پېل سو

د (۱۴۴۴هـ.ق)کال د رجب المرجب د مياشتي پر (۲۲مه) نېټه د محصلانو د خدماتو د انسجام د آمريت له خوا د شرعیاتو پوهنځي په همکاري د میراث د علم ورکشاپ پېل سو.
د ورکشاپ د پېل په غونډه کي د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر سيد حکمت الله انيس د ورکشاپ استاد پوهنیار عابد صمیم، د حقوقي کلينیک عمومي مدير او د ورکشاپ محصلانو ګډون کړی وو.
د غونډي په پېل کي د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر سيد حکمت الله انيس خبري وکړې او د ورکشاپ په اړه ئې بشپړ معلومات د غونډي له ګډونوالو سره شريک کړل.
انیس په خپلو خبرو کي وويل، چي په دې ورکشاپ کي ۱۰۲ تنو نوملیکنه کړې وه او یوه میاشت به دوام وکړي، چي په دغه موده کي به محصلانو ته د میراث حقوق، تقسیم، شرطونه، اسباب او موانع په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل سي.
د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر په خپلو خبرو کي له محصلانو وغوښتل، چي په ورکشاپ کي فعاله ګډون وکړي او د مسلک ترڅنګ ټولنيزو ارزښتونو ته هم ډېر پام وکړي.
وروسته د ورکشاپ علمي برخه پېل سوه.