د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي د کندهار پوهنتون د کيفيت د تضمين ارزونه ترسره کړه

۱۴/رجب المرجب/۱۴۴۴ هـ.ق
د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي چي مشري ئې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوني رئېس استاد شاکر الله وحيدي کوله؛ د کندهار پوهنتون د کيفيت د تضمين ارزونه ترسره کړه.
په دې اروزنه کښي د کندهار پوهنتون ټول پوهنځيو او مراکز د کیفیت د تضمین د چيک ليست مطابق وارزول سول؛
راغلي پلاوي تر خپلو ارزونو وروسته د کندهار پوهنتون د رهبرۍ او استادانو سره د راپور شریکولو په موخه غونډه وکړه، چي پکښي د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوني رئېس استاد شاکر الله وحيدي، د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئېسانو او استادانو ګډون درلود.
په پېل کښي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم د راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چي په ډېره ښه بڼه ئې د ارزوني پروسه ترسره کړه؛
استاد شاکر الله وحیدي پخپله وينا کښي د ټولي رهبرۍ څخه مننه وکړه، هغه د پوهنتون پر اهميت بیانولو سربېره د پوهنتون د همږغۍ، مرستي او د کندهار پوهنتون د لاسته راوړونو ستاينه وکړه.
غونډه د دؤعاء په کولو سره پای ته ورسېدله.