عامي روغتيا د ماسټري پروګرام
پيژندنه:
د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام په ۱۳۹۵ ل. کال د هيواد په سهېل لوېديځه سيمه د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي په چوکاټ کي تاسيس سو. دا پروګرام په همدې سیمه کي یوازنی دولتي روزنيز پروګرام دی، چي د عامي روغتيا د ماسټري په برخه کی مسلکي علمي کادرونه ټولني ته وړاندي کوي.
د عامي روغتيا د ماسټرۍ پروګرام د افغانستان په کچه په دوه غورو پروګرامونو کښی ځانګړی ځای لري او په ۲ دورو کي ئي د Master په سويه ۲۷ تنه نارينه او ښځينه مسلکي علمي کادرونه ( ماسټران ) فارغ کړي دي. اوس مهال په همدې پروګرام کي د هيواد له بېلا بېلو سيمو څخه ۷۴ تنه ډاکتران په ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.
لېرليد :
د عامي روغتيا د مديريت په برخه کی د داسی رهبرانو روزل چي نړيوال معيارونو ته په کتو د افغانستان د روغتيايي خدمتونو د مديريت څرنګوالی ( کيفيت ) ته سمون ور په برخه کړي.
رسالت :
په افغانستان کي د عامي روغتيا د ظرفيتونو د پياوړي کولو په موخه د روغتيا څېړنو تر سره کولو او خدمتونو چمتو کولو لپاره د بشري منابعو رامنځته کول.
د پروګرام موخي :
- د افغانستان په سهېل لوېديځ کي د عامي روغتيا په برخه کي د ماسټرۍ د زده کړو له لاري د روغتيايي ستونزي له منځه وړل؛
 - د افغانستان په سهېل لوېديځ کي د عامي روغتيا په برخه کي د غوره مشرۍ له لاری د مړيني د کچي د راکمولو سره مرسته او د ناروغيو له خپرېدو څخه مخنيوي کول؛
 - محصلينو ته وړتيا ورکول، تر څو وکولای سي د عامي روغتيا په اړوندو برخو کي څيړنې ترسره کړي په ځانګړې توګه په سهېل لوېديځه سیمه کي.
 
د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام تشکيلاتي جوړښت
د عامی روغتیا ماسټری پروګرام کړني د یو شپږ نفریزه اجرايي کمیټی او یو تن اداری مدیر لخوا څخه تنظیم کیږي. نوموړي کمیټه خپلي ټولي کړني د فوق السانس لایحي په ړنا کښي ترسره کوی.
د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام د مسول پيژندنه :
پوهنمل ډاکتر محمد هارون ستانکزی MD ، MPH د ۱۳۹۸ هـ.ل کال څخه د کندهار پوهنتون د عامي روغتيا ماسټرۍ پروګرام د آمر په حيث وظيفه لري. نوموړی د امريکا هيواد جانزهاپکنز پوهنتون څخه د عامي روغتيا په برخه کښی د ماسټرۍ سند لري.
ډاکتر ستانکزی د اداری تنظيم او څيړنې په برخه کښی د لازم مهارت لرونکې دی ، نوموړي ياد مهارتونه په بېلا بېلو ادارو کښی د وظيفي پر مهال ترلاسه کړيدي. د پروګرام د آمر په صفت نوموړی د فوق ليسانس کميټي بېلا بېل وظايف تنظيموي.
د عامی روغتيا ماسټرۍ پروګرام استادان :
په نوموړي پروګرام ګښی تدریس کوونکی استادان د فوق السانس لایحی مطابق د لوړو تحصیلی او علمی رتبو لرونکی دي. نوموړي استادان د علمی پوهه تر څنګ د پراخی عملي تجربی لرونکی دي. همدارنګه د یادوني وړ بولو چي د تدریسي چارو د ښه مخته بیولو لپاره د طب پوهنځی دعامی روغتیا د ماسټري پروګرام په ۱۳۹۷ کال د هندوستان هیواد د IIHMR پوهنتون سره توامیت لاسلیک کړی چي یو شمېر مضامین د نوموړي پوهنتون د پروفیسورانو لخوا تدریس کېږي. د عامي روغتیا د ماسټري پروګرام د استادانو د ظرفیت لوړونی لپاره متعدد ټرینګونو د جانز هافکینر پوهنتون له طرف وړاندی شویدي چي ټولو استادانو لازمه استفاده ځيني کړېده. د ماسټری پروګرام د استادانو شهرت، علمی رتبه او تحصیلي درجه په لاندي جدول کښی خلاصه سویدي.
| 
			 تحصيلی درجه  | 
			
			 علمي رتبه  | 
			
			 نوم او تخلص  | 
			
			 ګڼه  | 
			
			 
  | 
		|
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهاند  | 
			
			 ډاکتر عبدالواحد وثيق  | 
			
			 ۱  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنوال  | 
			
			 ډاکتر خوشحال فاروقي  | 
			
			 ۲  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنوال  | 
			
			 ډاکتر نجيب الله فضلي  | 
			
			 ۳  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنوال  | 
			
			 ډاکتر زرغون ترين  | 
			
			 ۴  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهندوي  | 
			
			 ډاکتر نجيب الله رفيقي  | 
			
			 ۵  | 
		||
| 
			 PhD  | 
			
			 پوهندوي  | 
			
			 ډاکتر بلال احمد رحيمي  | 
			
			 ۶  | 
		||
| 
			 PhD  | 
			
			 پوهنمل  | 
			
			 ډاکتر محمد هاشم وفا  | 
			
			 ۷  | 
		||
| 
			 PhD  | 
			
			 پوهنمل  | 
			
			 ډاکتر محمد صديق صحرائي  | 
			
			 ۸  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنمل  | 
			
			 ډاکتر ولی محمد وياړ  | 
			
			 ۹  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنمل  | 
			
			 ډاکتر محمد هارون ستانکزی  | 
			
			 ۱۰  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنمل  | 
			
			 ډاکتر نجيب الله رحيمي  | 
			
			 ۱۱  | 
		||
| 
			 ماسټر  | 
			
			 پوهنيار  | 
			
			 ډاکتر قدرت الله احمدی  | 
			
			 ۱۲  | 
		||
| 
			 ۱-جدول: د استادانو لست  | 
			
			 
  | 
		||||
د ماسټرۍ د علمی پروګرام جوړښت :
د عامي روغتيا د ماسټرۍ په برخه کي د ماسټرۍ پروګرام به څلور سمیسټره او يا ۲ کاله په اعظمي ډول ۳ کاله وخت نیسي. برسېره پر دې؛ يو محصل بايد ۴۲ کريډيټه تر لاسه کړي تر څو د دې پروګرام څخه فراغه سي.
د عامې روغتيا ماسټرۍ پروګرام اساسي کورسونه په لاندي ډول دی :
د ستونزو له منځه وړل، د بيولوژيکي احصائیې (بيوستاتيک)، ساري ناروغيو اړونده پوهه (اپيديميولوژي)، محيطي روغتيايې علوم، د مور او ماشوم
روغتيا، تغذيه، مديريتې علوم، ټولنيز او سلوکي علوم، روغتيايي پاليسي اواخلاقي اصول.
په پروګرام کي د شموليت معيارونه او شرايط :
- د طب ، ستوماتولوژي، نرسنګ، عامي روغتيا، فارمسي او طبي تکنالوژۍ څخه د ليسانس سند لرل؛
 - د نمراتو سلنه: محصلانو بايد د ليسانس په دوره کي ۶۵ سلنه اوسط نومرې پوره کړي وي؛
 - د سيټونو شمېر: په دې پروګرام کښي هر کال د۳۰ سيټونو لپاره د کانکور ازمويني د ملي کميټې لخوا څخه د کانکور آزموينه اخيستله کېږي او لوړ نمره لرونکي محصلان و پروګرام ته شاميلېږي.
 - د پروګرام فيس: د دې پروګرام د مکملي دورې فيس (۱۹۵۰۰۰) افغانۍ کېږي او بايد هر محصل ئې د هر سمیسټر تر پېل مخکي و ځانګړي بانکي حساب ته تحويل کړي. که چيري کوم محصل خپلي زده کړي د کومي ادارې په مالي ملاتړ تر سره کوي، د هم هغه اداري څخه د محصل د لګښتونو د ورکړي په اړه رسمي مکتوب هم په دې برخه کې شامليږي.
 
د پروګرام ځانګړتياوي :
- د هر مضمون بېل تدريس؛
 - د منطقې په کچه معياري کريکولم؛
 - د عامي روغتيا اړونده روغتيايي مراکزو کي علمي زده کړي؛
 - د زده کړي له پاره په عصري ټکنالوژۍ مجهز ټولګي؛
 - د هيواد، منطقې او نړۍ د پرومختللو پوهنتونونو د استادانو په ذريعه تدريس