عامه ادارې او پاليسۍ
د لوړو زده کړو د ستراتيژيک پلان سره سم د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون په خپلو پر له پسې او نه ستړي کيدونکو هلو ځلو په لړ کي د ځوانانو و رسمي زده کړو ته د لاس رسي او اصلاح په لاره کي ئې کوي په پايله کي يوه بله ډيره مهمه علمي رشته ( د عامه ادارې او پاليسی پوهنځی ) په کال ۱۳۹۲ / 2013 کي پرانيستله. د ياد ولو وړ ده ، چي د کريکولم جوړولو، تدريسی موادو برابرولو او استادانو د ظرفيتونو په لوړولو کي د GIZ مؤسيسې په تيرو( ۳ )کلنو کي پوهنځی سره د قدر وړ او نه هيريدونکي مرستي کړي دي.
اوس مهال پوهنځی په خپل جوړښت کي درې څانګي لري. دا څانګي د ځينو مشکلاتو له امله يو له بله څخه تر اوسه نه دي جلا سوي او پوهنځی ټول محصلان په عمومي ډول روزی.
- د عامه پاليسي څانګه
- د عامه ادارې څانګه
- د پراختيائې مديريت (انکشاف مديريت) څانګه
د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي په څلورو فعالو ټولګيو کي (۳۴۱) تنه محصلان لري، چي د (۹) تنو استادانو له خوا ورته تدريس کيږي.
له نوموړي پوهنځي څخه په لومړۍ دوره کي (۶۹) تنه محصلان په (۱۳۹۶ل.)کال کي فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.
لیرلید:
د عامه ادارې او پاليسي پوهنځي فارغان به د عامه او انکشافي مديريت او عامه پاليسيو په طرحه کولو کي د هيواد په کچه نوموتي اشخاص و اوسي.
رسالت:
د معياري تحصيلي نصاب په درلودلو د عصري تکنالوژۍ په کارولو او څېړنو په کولو سره محصلان په نړيوال معيار برابر روزي او هم د محصلانو په وسيله ټولني ته د مسؤليت او وطن دوستۍ احساس ورکوي.
اساسی ارزښتونه:
- شفافيت ، مسئوليت او حساب ورکوني ته وده ورکو.
- د رښتينوالي، انصاف او مساوات ترويجول .
- متقابل احترام پياوړی کول .
- د افکارو څرګندوني ته وده ورکول.
- د عامه ادارې او پاليسي د پوهنځی د لا غني کولو په منظور د کورنيو او باندنيو بنسټونو سره ښې اړيکي ساتل .
- په تصاميمو کي د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول .
- د پوهنځي ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول .
- د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی اصول او قوانين مراعتول .
- د لوړو زده کړو وزارت او کندهارپوهنتون و ټولو قوانينو ته درناوی کول .
موخی:
- ټولني ته د ښې رهبري او مديرت په برخه کي په کار پوه او وړ کادرونه وړاندي کول.
- د ټولني د ستونزو د حل په موخه علمي څيړني تر سره کول.
- حکومت ته د ښه حکومتوالي په برخه کي سالمي مشورې ورکول.