ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی j

eد ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی بنسټ په (۱۳۹۱ل.)کال کي کښېښودل سوو، چي اوسمهال نوموړې پوهنځي د ژورنالېزم او عامه اړیکو څانګي لري.

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی ( ۱۰) کادري غړي لري، چي دوه تنه ئې په چین هیواد کي د ماستري په زده کړوو بوخت دي او په دې پوهنځی کي (٤١١) تنه محصلان په زده کړه بوخت دي، چي له دې جملې څخه ئې اووه تنې نجوني دي.

ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی (۱۵۳) تنه محصلان په دوو ( ۲ ) دورو کي له دوو څانګو (ژورناليزم او عامه اړيکو) څخه هيواد ته د خدمت په موخه فارغ کړي دي او په (۱۳۹۶ -۱۳۹۷) تحصیلي کال کي یاد پوهنڅی ته د کانکور له لارې (۱۵۰) تنه کامیاب سوي دي.

د پوهنځي د چارو د نظم او پرمختګ په موخه علمي شورا، د تحصیلي څانګو شورا، کیفیت ارتقا، نصاب، چاپېریال ساتني، نظم او دسپلین، نشراتو، بریښنائي زده کړو او تدریسي بهیر د څارني کمېټې لري.

د محصلانو د عملي زده کړو د اسانتیاوو په برخه کي د کندهار پوهنتون د رسنیو عملیاتي مرکز، پوهنتون ږغ راډیو او مطبعه لري. 

ليرليد

د ژورنالېزم او عامه اړيکو په برخه کي د سيمي او هېواد په سطحه د اسلامي، مسلکي او ملي روحيې لرونکو ژورنالېستانو روزل.

رسالت

ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځی د ملي ستراتيژۍ او اخلاقي معیارونو په رڼا کي په مسلکي مهارتونو، څېړنيزه میتودولوژي او عصري ټکنالوژي سمبال ژورنالېستان ټولني ته وړاندي کوي.

ارزښتونه

  1. د اسلامي فرهنګ د ترويج لپاره پياوړې مبارزه .
  2.  د عامه افکارو سمون او جوړونه .
  3.  احساس، صداقت او امانت داري .
  4.  اخلاقي ارزښتونه او وفاداري .

موخي

  1. د علمي اساساتو تقويه کول
  2. له څېړنيزي ميتودولوژۍ سره د استادانو او محصلانو اشنا کول
  3. اسلامي او ملي ارزښتونو او د هيواد پرمختګ ته د وفاداره کادرونو وړاندي کول
  4. په ټولنه کي د پټو حقايقو څېړلو له پاره د تحليلګرو ژورناليستانو روزل