په کندهار پوهنتون کښي د ټافل مرکز خدمات په منظم ډول جریان لري

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۱۲
په کندهار پوهنتون کښي د ټافل مرکز خدمات په منظم ډول جریان لري

 

 

په کندهار پوهنتون کښي د معلوماتي ټکنالوژۍ آمریت اړوند د ټافل مرکز فعالیتونه او خدمات په منظم ډول جریان لري او د ملک له بېلابيلو ولایتو څخه کسان کولای سي، چي په دغه مرکز کښي د ټافل آزموینه ورکړي.

د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر انجنیر عبدالقادر ځلاند د نشراتو او عامه اړيکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د کندهار پوهنتون ټافل مرکز د ETS له نړۍوالي ادارې سره ثبت او راجستر دئ، خپل ځانګړی کوډ او مشخص مسئولان لري او د ټافل آزموینو د اخیستلو له پاره پکښي لازم شرایط او امکانات برابر سوي دي؛ هغه زیاته کړه: په دغه مرکز کښي د آزمویني د اخیستلو بهیر د ټاکلو اصولو او شرایطو له مخه پر مخ وړل کېږي او هغه کسان، چي غواړي د ټافل آزموینه ورکړي؛ کولای سي د اړوندي آنلاین پروسې له بشپړولو وروسته په ټاکلي وخت کښي د آزمویني له پاره مرکز ته مراجعه وکړي.

د هغه په وينا: په تېرو دوو میاشتو کښي شاوخوا لسو کسانو د کندهار پوهنتون په ټافل مرکز کښي آزموینه ورکړې ده، چي له بېلابېلو ولایتو څخه دغه مرکز ته د آزمویني لله پاره راغلي ول.

 

د یادولو وړ ده، چي په کندهار پوهنتون کښي د ټافل مرکز خدمات د هغو کسانو له پاره، چي غواړي د انګرېزي ژبي د مهارتو کچه معلومه کړي او یا د نړۍ په معتبرو پوهنتونو کښي د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برنامو کښي د داخلې له پاره د ټافل نړۍوال سند ترلاسه کړي؛ ځکه په ډېرو مواردو کښي دغه سند د لوړو زده کړو د برنامو د داخلې له پاره مهم او یا مهم شرط ګڼل کيږي.

 

نېټه: ١٤٤٨/۵/٢

د نشراتو او عامه اړیکو آمریت