د کادري بستونو مسلکي آزموینه واخیستل سوه
د کادري بستونو مسلکي آزموینه واخیستل سوه
د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د کندهار پوهنتون، میرویس نیکه، ملالۍ، هلمند اراکوزيا او د پکتيا د زم زم خصوصي پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځیو د ۲۹ کادري بستونو له پاره له ۶۶ نوماندانو مسلکي آزموينه واخيستل سوه.
د آزمویني له بهیر څخه د لیدني او څارني پر مهال د کندهار پوهنتون رئيس شيخ مولوي صاحب محمد عبدالرحمن غزنوي د دې پروسې د نظم، شفافیت او امانتدارۍ په اړه ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه، چي په پوهنتونو کښي د علمي کادرو د ګمارني معیار د نوماندانو وړتیا او استعداد دئ، چي پر همدې اساس به په تاسي کښي هغه څوک بريالی کيږي، چي د هغه بست وړتيا او استعداد ولري.
د یادولو وړ ده، چي د یادو پوهنتونو د کادري بستونو له پاره لومړی د ۸۵ نوماندانو څخه د نړۍوالي (انګرېزي او عربي) ژبي آزموینه او وروسته له هغو څخه د ۶۶ برياليو نوماندانو مسلکي آزموينه واخيستل سوه.
نېټه: ١٤٤٨/٢/۲۴
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت