څېړنیز مرکز
څېړنیز مرکز او علمي، څېړنیزي مجلې او ژورنالونه
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو مرکز د علمي چارو معاونيت تر چتر لاندي په (۱۳۹۳ل.) کال کي د پوهنتون په سطحه ايجاد، د کارو د ښه تنظیم له پاره ور سره په څنګ کي د څېړني کمېټه هم جوړه سول، چي له هري پوهنځي څخه ئې يوه استاد غړيتوب درلودئ.
په (۱۴۰۱ل.) کال کي د لوړو زده کړو وزارت د هيواد په لويو پوهنتونو کي د څېړنو آمريتونه د علمي څېړنو په معاونيتو بدل کړل او تر دوو کلو پوري ئې پر تشکيل کار روان وو؛ په (۱۴۰۳/۰۳/۱۶ل.) نېټه د رئیس الوزراء د ۶۳۶۱ ګڼي حکم پر اساس د علمي څېړنو معاونيت د کندهار پوهنتون په چوکاټ کي فعالیت پېل کړ.
د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو او مجلو معاونیت په خپل تشکیل کي درې آمریتونه (د علمي څېړنو آمریت، د علمي مجلو آمریت، د کتابتون آمریت او یو د لابراتوار عمومي مدیریت لري).
همدارنګه یاد معاونیت دوه (۲) ملي او دوه (۲) نړۍوال ژورنالونه لري، چي یو ئې د ټولنیزو علومو له پاره د (منډيګک) علمي مجلې تر عنوان لاندي فعالیت کوي او بل ئې د ساینسي او طبيعي علومو له پاره د (نارنج) علمي مجلې تر عنوان لاندي فعالیت کوي.
د نارنج علمي مجله په (۱۳۸۱ل.) کال کي په فعالیت پیل کړی دی.
د منډيګک علمي مجله په (۱۳۹۵ل.) کال کي په فعالیت پيل کړی دی.
ګندهارا د طبيعي علومو نړۍوال ژورنال او ارغند د ټولنیزو علومو نړۍوال ژورنالو په (۱۴۰۴ل.) کال کي فعالیت پیل کړی دی.