د کندهار ولایت د (۱۴۰۵ل.) کال عمومي کانکور پای ته ورسېد
د کندهار ولایت د (۱۴۰۵ل.) کال عمومي کانکور پای ته ورسېد
په کندهار پوهنتون کښي د ۱۴۰۵ل. کال عمومي کانکور، چي د بایومټریک پروسې په ګډون ئې څلور ورځي دوام وکړ، نن جمعه پای ته ورسېد.
د آزمویني پروسه د کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ، محترمو استادانو، امنیتي ادارو او د آزمویني عمومي ادارې څخه د راغلي هیئت تر مستقیم څار لاندي د بشپړ امنیت، نظم او شفافیت په رڼا کي پای ته ورسېده.
د یادولو وړ ده، چي سږ ۱۴۰۵ل. کال د کندهار ولایت په کانکور کښي زرونو کسانو ګډون کړی دئ او د تېرو کلونو په پرتله د ګډونوالو شمېر زیات سوی دئ.
نېټه: ١٤٤٧/١٢/٥