د پوهنتون ونډه او ارزښت په ټولنه کښي

kdru_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۰
image

د پوهنتون ونډه او ارزښت په ټولنه کښي او د کانکور سیسټم د پوهاوي په موخه د ښوونځیو آمرانو او تدریسي مدیرانو ته سیمینار وړاندي سو

کندهار د پوهني ریاست اړوند د ښاري ښوونځیو آمریت د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په هڅو او د مالي او اداري معاونيت اړوند د عامه پوهاوي، اړیکو او نشراتو آمریت د ښووني او روزني پوهنځي په همکارۍ، د کندهار ښار د ټولو امارتي او شخصي لیسو آمرانو او تدریسي مدیرانو ته د پوهنتون ونډه او ارزښت په ټولنه کښي او د کانکور سیسټم د پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار جوړ کړ، چي پر مهال ئې لسونه (لسګونه) آمران او تدریسي مدیران حاضر ول.

سیمینار چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سو؛ په سر کښي د کندهار د پوهني ریاست اړوند د ښاري ښوونځیو آمر مفتي بشیر احمد راشد صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې د تحصیلي او علمي بنسټو ترمنځ د ګډو همکاریو پر ارزښت، د لوړو زده ‌کړو پر اهمیت او د علمي اړیکو پر پیاوړتیا خبري وکړې او د کندهار پوهنتون له رهبرۍ او استادانو څخه ئې مننه وکړه، چي داسي مهم سیمینار وړاندي کوي.

وروسته د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس محترم پوهنمل محمد صادق حریفال صاحب وویل: کندهار پوهنتون د خپل علمي او ملي رسالت له مخه ویاړ لري، چي د کندهار له پوهني ریاست سره دا ډول علمي او اکاډيمیک اقدامات کوي؛ ځکه زموږ او ستاسي مسئولیت یو ګډ مسئولیت دئ او هغه د جهل له منځه وړل او د علم خپرول دي؛ تاسي ښه پوهېږئ، چي لوړي زده‌ کړي د یوه هيواد د پرمختګ، ځان بسايني او علمي ودي له پاره ډېر مهم ارزښت لري؛ د پوهني ریاست موږ ته د دوولسم ټولګي وروسته زده ‌کوونکي را معرفي کوي او پوهنتون بیا هغوی په تخصصي او مسلکي کچه روزي؛ پوهنتون او معارف د علم د انتقال د ځایو ترڅنګ د شخصیت جوړوني، فکري روزني او سالمي ټولني د رامنځته کولو مهم مرکزونه هم دي؛ زموږ هڅه دا ده، چي داسي ځوانان وروزو، چي له علمي، اخلاقي او فکري اړخه پوره سمبال يي او د خپل هيواد او ټولني د خدمت وړتیا ولري.
اوسنی عصر د ټیکنالوژۍ او پرمختګ عصر دئ، موږ مکلف یو، چي د دیني زده ‌کړو ترڅنګ خپل ځوان نسل په عصري علومو، مسلکي مهارتو او نوې ټیکنالوژۍ سمبال کړو؛ تر څو وکولای سي په هره برخه کښي د نړۍ له خلکو سره سیالي وکړي؛ موږ باید ښه ډاکټران، انجنيران، استادان، څېړونکي او مسلکي کادرونه ولرو، چي هيواد مو د نورو محتاج نه سي او پر خپلو علمي او مسلکي ظرفیتو ولاړ، پر ځان بسیا او پرمختللی افغانستان ولرو.

وروسته د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر محترم پوهندوی عصمت الله عثماني صاحب په یو پرېزينټېشن کي څنګه د لوړو زده کړو له‌ پاره مناسب مسير وټاکو؟ په نامه پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي د لوړو زده ‌کړو پر اهمیت، د تخصص پر ارزښت، د رشتې د ټاکلو پر معیارو او د سم انتخاب پر ګټو هر اړخیز معلومات پکښي راغلي ول؛ هغه وويل: د مناسبي رشتې انتخاب د هر زده‌ کوونکي د راتلونکي ژوند په جريان کښي مهمه ونډه لري او که یو محصل د خپل استعداد، علاقې او ټولني د اړتیا مطابق رشته انتخاب کړي؛ نو کولای سي په خپل مسلکي ژوند کښي لا زیات پرمختګ او بریالیتوب ترلاسه کړي؛ دغه راز نننۍ نړۍ د تخصص او مسلکي مهارتو نړۍ ده او هغه ټولني پرمختګ کوي، چي په بېلابېلو برخو کښي مسلکي او وړ کادرونه ولري؛ زده کوونکي بايد د رشتې د انتخاب پر مهال احساساتي پرېکړه و نه کړي؛ بلکي د خپلو وړتیاوو، راتلونکو کاري فرصتو، د ټولني اړتیاوو او شخصي علاقې پر اساس پرېکړه وکړي.

 ورپسې، د ښووني او روزني پوهنځي استاد، پوهندوی عطاءالله محمدي، په يو پرېزینټېشن کښي د پوهنتون او د کندهار پوهنتون د تاریخچې، علمي پرمختګو، پوهنځیو، د شمولیت پروسې او د محصلانو د ظرفیت لوړولو په برخه کښي د پوهنتون د هڅو په اړه مفصل او تحلیلي معلومات وړاندي کړل؛ هغه د خپلو خبرو پر مهال وويل: کندهار پوهنتون د یو ملت د فکري، علمي او مسلکي پرمختګ بنسټ ګڼل کيږي، پوهنتون یوازي د سند او ډیپلوم د ترلاسه کولو ځای نه دئ؛ بلکي د نوي علم د تولید، علمي څېړنو، مسلکي مهارتو د ودي، اقتصادي پراختیا، ټولنیز شعور د لوړاوي، رهبرۍ، زغم، کلتوري او فرهنګي ارزښتو د ساتني او د نقاد فکر د روزني مهم مرکز دئ.
کندهار پوهنتون په ۱۳۶۹ل. کال تاسیس سوی دئ او تر ۱۴۰٥ل. کال پوري ٣٦ کلنه علمي مخینه لري؛ یاد پوهنتون د پنځه کلن اکاډيمیک اعتبار ساتونکی دئ؛ اوسمهال په ياد پوهنتون کښي ديارلس پوهنځي: طب، انجنيري، ښوونه او روزنه، شرعیات، اقتصاد، ژورناليزم او عامه اړیکي، عامه اداره او پالیسي، حقوق او سیاسي علوم، کمپیوټر ساینس، ژبو او ادبیات، فارميسي، معدن او جيولوجي او ستوماتولوژي فعال دي؛ کندهار پوهنتون د ماسټرۍ بېلابېلي برنامې هم لري؛ همدارنګه پوهنتون له کورني او نړۍوالو پوهنتونو سره علمي هوکړه‌ لیکونه لري.
په کندهار پوهنتون کښي ګڼ شمېر علمي او خدماتي آسانتیاوي موجودي دي، چي مستشفی عمر تدریسي روغتون، مرکزي لابراتوار، علامه حبیبي کتابتون، مسلکي پرمختیايي مرکز، د رسنيو عملياتي مرکز، حقوقي کلېنیک، د انګرېزي او کمپیوټر زده ‌کړي مرکز او نور مسلکي مراکز سته؛ کندهار پوهنتون دوې علمي مجلې؛ «نارنج» او «منډیګک» او همداډول دوه نړۍوال علمي ژورنالونه: ارغند او ګندهارا هم لري؛ کندهار پوهنتون یو جامع، معیاري او راتلونکي ته ژمن علمي بنسټ دئ، چي د ملک د علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کښي مهمه او اغېزناکه ونډه لري او ستاسي د اولادو روزنه په هره برخه کښي، پکښي کيږي؛ ورپسې ښاغلي محمدي د يادو ټولو او اړوندو نورو برخو په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته جوابونه وويل؛

وروسته د ښووني او روزني پوهنځي استاد نوماند پوهنیار احمد سعادت، د کانکور د جوړښت، شرائطو، ارزوني سیسټم، د انتخاب پروسې، د پوهنځیو انتخاب پر اصولو، د آزمویني د نؤمرو پر ارزښت، د کانکور د بایوميټريک د پروسې او سیسټم او د بریالیتوب له پاره پر اړینو لارښوونو تفصیلي معلومات وړاندي کړل. هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي باید د خپلو لېسو زده‌ کوونکي په دې پوه کړي؛ تر څو هغوی د کانکور له روان سیسټم سره سمه امادګي ولري او د خپلې خوښي پوهنځي ته بریالي سي.

د سیمينار په پای کښي ګډونوالو د کندهار پوهنتون د رهبرۍ څخه د منني کولو ترڅنګ، ياد سیمينار ګټور ياد کړ او په راتلونکي کښي ئې هم د ورته سيمينارو د وړاندي کولو غوښتنه وکړه او سیمینار د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲