د حقوقي لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د حقوقي لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله په جامعه کښي د یادي جامعې محترم رئیس قاضي دوکتور عبدالصادق غزنوي صاحب د حقوقي لیکني درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه، چي پر مهال ئې د یادي جامعې فاضلانو او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ګډون درلود.
په یاد ورکشاپ کښي محترم قاضي صاحب د عریضې، د جلب پاڼي، صورت دعوې، دفع دعوې د اصولو او مقرراتو او د دعوې د بېلابېلو مرحلو د اقرار او شهادت اصول او مقررات، د فیصلې اصول، د اقرار ډولونه او اړوند قوانین په تفصیل سره بیان کړل او ګډونوالو ته ئې په عملي ډول ور وپېژندل.
د ورکشاپ ګډونوالو یاد پروګرام د خپلو علمي او عملي زده کړو له پاره مهم وباله او وې ویل؛ چي دا ډول ورکشاپونه د حقوقي او قضایي چارو په عملي زده کړه او مسلکي مهارتو کښي مرسته کوي او ورکشاپ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ١٤٤٧/١١/٢٧