د شرعیاتو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ 

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۱
image

د شرعیاتو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سېر وکړ 

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت په هڅو؛ د شرعیاتو پوهنځي د څلورم کال محصلانو د خپلو استادانو په ملتيا د عملي زده کړو په موخه؛ کابل ته شپږ ورځنی علمي سېر وکړ.

په دغه علمي سېر کي اول محصلانو د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او اړوند څانګو څخه لیدنه وکړه، ورپسې ئې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کتابتون، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعه، عمومي کتابتون، د بابر باغ، د جهادي ارزښتو او دارالامان ماڼۍ، پغمان، شکر دره او نور تفریحي او تاریخي ځایونه وکتل او هم ئې په اړه معلومات ترلاسه کړل.

همدا راز محصلانو او د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د رواني مشورې مرکز عمومي مدير ښاغلي ننګیالي صدیقي صاحب، چي د دې علمي سېر چاري ئې تنظيمولې؛ په کابل کښي د اړوندو ټولو برخو له مسئولانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي دوى ته ئې معلومات ورکړل؛ د دوى مېلمه پالنه ئې وکړه او هم د کندهار پوهنتون له رهبرۍ څخه مننه کوي، چي د دوى له پاره داسي علمي سېرونه برابروي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۶