په لومړي ځل د سترګو د جراحي عملیاتو خونه پرانیستل سوه
په لومړي ځل د سترګو د جراحي عملیاتو خونه پرانیستل سوه
د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په هڅو او د لوړو زده کړو وزارت په مالي همکارۍ د یاد پوهنتون اړوند په مستشفی عمر تدریسي روغتون کي د روغتیايي خدماتو د پراختیا او د تخصصي درملني د پیاوړتیا په موخه، د سترګو د جراحي عملیاتو عصري خونه پرانیستل سوه، چي د ياد روغتون د ډاکټرانو په خبره؛ د دې خوني په فعالېدو سره به د سترګو بېلابېل جراحي عملیات په معیاري او پرمختللي ډول کيږي او د سترګو ناروغانو ته به د ښه او باکیفیته خدماتو زمینه برابره سي.
د مستشفی عمر تدریسي روغتون رئیس محترم ډاکټر محمد حسن طاهر صاحب د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره د مرکې پر مهال وویل: د سترګو دغه جراحي خونه په عصري ډول جوړه سوې ده او په اړینو طبي تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده، چي د سترګو متخصصان ډاکټران به پکښي د سترګو اړوند د بېلابېلو ناروغيو جراحي عملیاتونه کوي؛ هغه زیاته کړه، چي د دې خوني په فعالېدو سره به ناروغان اړ نه يي، چي د درملني له پاره له ولایته دباندي سفر وکړي؛ اوس کولای سي، په خپل ولایت کي د خپلو سترګو د بېلابيلو ناروغيو درملنه د مستشفی عمر تدریسي روغتون په سترګو څانګه کي وکړي؛
دغه راز ښاغلي طاهر زياته کړه؛ د روغتون اداره د پوهنتون له رهبرۍ سره په همږغۍ هڅه کوي؛ تر څو په راتلونکي کي نوري تخصصي څانګي هم پیاوړي کړي او د عصري طبي خدماتو د وړاندي کولو تر څنګ، د محصلانو له پاره د عملي او تدریسي زده کړو زمینه نوره هم پراخه کړي؛ ترڅو محصلان په ښه توګه مسلکي روزنه ترلاسه کړي او هم د ټولني د روغتیايي وضعیت په ښه والي کي مثبت بدلون رامنځ ته سي.
نېټه: ١٤٤٧/١١/١٨