رهبري شورا

kdru_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۴۳
image

د کندهار پوهنتون محترم رئيس الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طيبي صاحب د رهبري شورا  و غړو ته د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالى د ويناوو، توصيو او سپارښتنو جزئيات په تفصيل سره بيان کړل

د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د رهبري شورا ناسته وسوه، چي د کندهار پوهنتون قدرمن رئيس د ماليې وزارت د مسئولانو له پاره په جوړ سوي دوه ورځني سیمینار کښي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو، توصیو او سپارښتنو جُزئيات په تفصيل سره بیان کړل او هم ئې د يادو ویناوو، توصیو او سپارښتنو په رڼا کښي هر اړخيزي سپارښتني وکړې، چي پر مهال ئې د پوهنتون ښاغلي مرستیالان، د پوهنځيو محترم رئيسان، د آمریتو قدرمن آمران او اړوند اداري کارمندان حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون رئيس محترم الحاج شيخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته ئې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو، توصیو او سپارښتنو جُزئيات په لاندي ډول بیان کړل.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسئولانو ته په خطاب کښي وويل؛
۱: "اختلافات او بې ‌اتفاقي یوه لویه فتنه ده، چي همېشه ئې د ټولني یووالی زیانمن کړی دئ؛ اوس الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره دا فتنه بیده سوې ده؛ نو هيچا ته اجازه مه ورکوئ، چي دا فتنه بېرته راویښه کي"؛

۲: "د علماء کرامو نصیحتو ته غوږ نیسئ، نیکي مشورې ئې اورئ، پوره احترام او قدر ئې کوئ؛ ځکه د علماء کرامو په قدر او عزت سره اسلام عزتمند کیږي او زموږ مسئولیت اول پر ځان او بیا په خلکو کښي د الله تعالی د شریعت عملي کول دي؛ نو اول خپل ځان په دین باندي پوه کئ او بیا خلکو ته د الله تعالی احکام ور ورسوئ، ور ته بیان ئې کئ او په دین ئې پوه کئ او د هري کچي مسئولان چي یاست؛ دینداري ته ډېره توجه وکئ"؛

۳: پر خلکو احسان مه اچوئ او مه وایاست، چي ما دونه قرباني ورکړې ده؛ ځکه دا هر څه موږ د الله تعالی په لار کښي کړي دي او اصلي اجر ئې هم له الله تعالی څخه غوښتل کيږي او بل د ځان ښودني څخه ځان وساتئ او خپل خدمتونه په اخلاص او پټه توګه وکړئ؛ ځکه اخلاص د عمل د قبولیت بنسټ دئ؛

۴: "په ګمرکو کي چي تاسي کوم محصولات جمع کوئ؛ دا د خلکو پیسې دي؛ نو دا بیت المال دئ، ډېر احتیاط کوئ، چي بې ځایه دا مال مصرف نه کئ؛ تاسي مسئولان یاست پر تاسي لازمه ده، چي اوس به د بیت المال په مسائلو ځانونه پوه کوئ او علم به ورباندي راولئ، دا مالونه، چي تاسي جمع کوئ دا بیت المال دئ؛ داسي معامله به ور سره کوئ؛ لکه د یتیم د مال سره، او کوښښ وکئ، چي دا مالونه د خلکو په عامو مصالحو کي مصرف سي؛ نه په شخصي مصالحو کي"؛

۵: "د خلکو د عزت څخه ځان وساتئ؛ په دې مانا چي خلک تاسي ته رقم په رقم خواړه برابروي او مېلمستیاوي در ته کوي؛ بايد ډډه ځني وکړئ؛ نه باید له چا څخه تحفې وغواړئ او نه هم دا کار ته اجازه ورکئ"؛

۶: "پر آمرانو خپل ږغ مه پورته کوئ؛ ځکه د نظام د ټینګښت له پاره اطاعت لازم دئ؛ ما تحت باید پر آمر خپل ږغ لوړ نه کي؛ بلکي په احترام سره دي د اصولو مطابق اطاعت وکي"؛ 

۷: "مسئولیت داسي چاته مه ورکوئ، چي اهلیت ئې و نه لري، خپل ما تحت ملګري خپلو وظیفو ته متوجه کئ؛ تر څو د خلکو په کارو کي ځنډ را نسي (را نه سي) خلکو ته په کارو کي آسانۍ جوړي کړئ؛ تر څو ښه خدمت وکړای سي"؛

۸: "امیر باید خپلواکي ولري او د هيچا تر اغېز لاندي رانسي؛ هغه باید له ټولو خلکو سره یو رقم چلند وکړي، نه دا چي يو څوک د خپلوانو، ملګرو او یا نږدې کسانو په نوم ځانګړي کړي؛ بلکي عدل دي په بشپړه توګه پلی کړي او هيڅ ډول توپیر دي نه کوي"؛

۹: "د خلکو د حاجت پر مخ دروازې مه بندوئ، د خلکو سره نژدې اوسئ؛ تر څو خلک تاسي ته درسي او ستاسي سیاست له نژدې وویني"؛
۱۰: "زما ټاکني او مسئولیتونه وېشل د شخصي ګټو له پاره نه دي؛ بلکي د نظام د پیاوړتیا او د خلکو د خدمت له پاره دي"؛

۱۱: "د خپلو شخصي ګټو پر ځای عامه مصالحو ته متوجه سئ، امتیاز ځان ته مه ور کوئ، تواضع کوئ؛ د دیني شعائرو ساتنه کوئ او د خلکو سره سختي مه کوئ، د خلکو سره آساني کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ؛ ځکه الله پاک توبه قبلوونکی دئ او خلک په نفرت کي مه اچوئ؛ خلک د جماعت سره عادت کړئ، خپل لمونځونه مو هم باید په جماعت سره يي، د اولس سره په لمانځه کښي یوځای درېږئ"؛

۱۲: "له اولس سره اړیکه وساتئ؛ د هغوی پوښتنه وکئ، په جنازو کښي ئې ګډون وکئ، د غريبانو سره اړيکه ساتئ، د بې دينه خلګو سره اړيکه مه ساتئ او د ناروغانو عیادت وکئ؛ دا کارونه د ټولنیز باور، ورورولۍ او اسلامي اړیکو د پیاوړتیا سبب ګرځي او د یوې سالمي او متحدي اسلامي ټولني بنسټ ټینګوي"؛

۱۳: "ځانونه خادمان بولئ، په کارو کي غفلت مه کوئ، په غیر مقصودي کارو کي ځان مه مصروفه کوئ؛ که د غفلت څخه تاوان پیښ سو، بیا غفلت عذر نه دئ، خپلو ملګرو ته توجه وکړئ؛ ځکه د هغوی د نیمګړتیاوو مسئولیت هم ستاسي دئ؛ خپلو مسئولیتو او دندو ته پوره وخت حاضرېږئ، او حتمي حاضرېږي".

ورپسې د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس صاحب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د سپارښتنو او توصیو تر تفصیلي بیانولو وروسته، د یادو لارښوونو په رڼا کښي له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل، چي خپلو مسئولیتو ته لا زیات متوجه سي، د ورسپارل سوو چارو په ترسره کولو کښي جدیت، اخلاص او دقت وکړي او د پوهنتون د پیاوړتیا او د محصلانو د خدمت له پاره خپلي هلي ځلي لا منظمي او مؤثري کړي.
د رهبري شورا په وروستيو کښي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کندهار پوهنتون د وروستۍ ارزوني هغه نیمګړتیاوي، چي په راپور کښي راټولي سوي وې، په یوه پرېزینټېشن کښي ګډونوالو ته وړاندي او تشريح سوې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۳