د کندهار پوهنتون پسرلنی جام

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۰
image

د (کندهار پوهنتون پسرلنی جام) په نوم د واليبال بازيو ټورنمينټ پيل سو

د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت اړوند، ورزشي عمومي مدیریت، په پوهنتون کښي د یوولسو پوهنځيو تر منځ د (۱۴۰۵ل.) کال د پسرلني سميسټر د والیبال بازيو ټورنمينټ پیل کړ، چي ياد ټورنمينټ، د لېګ په سیسټم پيل سوی دئ او د غویي (ثور) د میاشتي تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام ولري او بازي به ئې هره ورځ د سهار لخوا کيږي.

د ټورنمينټ د پیل په مراسمو کښي د کندهار پوهنتون ورزشي مدیریت مسئول جميل احمد همت صاحب د کندهار پوهنتون د ورزشي کمېټې له مسئولانو څخه مننه وکړه، چي د خپلو لوبډلو د نظم او تشویق په موخه ئې تشریف راوړی دئ او هیله ئې وښودله، چي د ټورنمينټ تر پایه ټول محترم مسئولان د ښه سمون او نظم په موخه همکاره پاته سي.

د يادولو وړ ده، چي د ټورنمينټ په پیل کښي لومړۍ بازي د انجنیري پوهنځي او اقتصاد پوهنځي لوبډلو تر منځ وسوه، چي د انجنیري پوهنځي په بریا پای ته ورسېدله.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۱