شل سلنه (منځنۍ) آزمويني

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۴۸
image

د ١٤٠٥ل. کال د وري د مياشتي پر (١٨مه)؛ شل سلنه (منځنۍ) آزمويني پيليږي

د دوشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب په مشرۍ د آزمویني کمېټې نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د یادي کمېټې ټول غړي حاضر ول.

ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه، په سر کښي د محصلانو چارو مرستیال مولوي نور احمد ایوبي صاحب د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې غړو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته ئې کړه، چي په ټولو پوهنځیو کي سميسټرونه د پلان سره سم په منظمه توګه دوام لري؛ نو د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم به د روان سميسټر منځنۍ (شل سلني) آزمویني د (١٤٠٥ل.) کال د وري (حمل) د میاشتي پر (١٨ مه) نېټه د سه شنبې په ورځ پیل سي او تر دوو اونیو پوري به دوام ولري.

ورپسې د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین صاحب د آزمویني پر نظم، آزمویني ته د محصلانو د پر وخت راتګ او د ځینو نورو مهمو متفرقه اړوندو مسایلو  په اړه معلومات وړاندي کړل؛ د ګډونوالو تر نظر شريکولو وروسته ئې په اړه لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۳