نړۍوال علمي کنفرانس

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۵۴
image

د نړۍوال علمي کنفرانس له‌ پاره تدابيري ناسته وسوه

د کندهار پوهنتون د علمي څېړنو په معاونیت کښي، د پوهنتون د رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري، د نړۍوال علمي کنفرانس د ښه تنظیم او تطبیق په موخه درېيمه تدابيري ناسته سوه، چي پکښي د رهبرۍ محترم غړي، د ټولو پوهنځیو قدرمن رئیسان او د يادي کمېټې ټول غړي حاضر ول.
ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه. وروسته د کندهار پوهنتون رئیس محترم الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب د خپلي وینا پر مهال په کندهار پوهنتون کي د نړۍوال علمي کنفرانس د کمېټې د غړو هڅي وستایلې او خوښي ئې وښودله، چي کندهار پوهنتون د پخوا په څېر اوس هم د سیمي په کچه یو معتبر او بااعتباره علمي بنسټ پاته سوی دئ.

ورپسې د کمېټو د مسئولانو او غړو ترمنځ د کنفرانس اړوند پر مهمو موضوعاتو باندي بحث وسو، چي پکښي په څلورو ژبو د لارښودو د محتوا کتنه او تائید، د بروشرو د محتوا ارزونه، تائید او ارائه، د بېلابېلو کمېټو غړو ته د دندو وېشل او اړوندي سپارښتني او همدارنګه د کنفرانس د راتلونکو کړنو له ‌پاره د اجنډا ترتیب او د مسئولانو ټاکنه او پر ځينو نورو مهمو موضوعاتو د ناستي د ګډونوالو نظرونه واورېدل سول؛ په اړه ئې هر اړخيزي او لازمي پرېکړي وسوې.
وروسته ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۲