Kankor for master's degree

kdru_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۲:۱۷
image

د ماسټرۍ برنامو له پاره کانکور واخيستل سو

د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، د آزموینو د ملي ادارې، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي اړوند د اسلامي تعلیماتو او د طب پوهنځي اړوند د عامه روغتیا ماسټرۍ برنامو له پاره د سلونو ګډون والو څخه کانکو واخيست، چي پکښي د کندهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو محترمو مرستیالانو، د آزموینو ملي ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال ښاغلي شیخ رحیم الله حقاني او ورسره مل پلاوي، د شرعیاتو او طب پوهنځي استادانو او د آزمویني نوماندانو ګډون درلود.

د آزمویني د پرانستني مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کښي، د کندهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال محترم پوهنیار مولوي سیف الله سعید ټولو ته ښه راغلاست ووایه؛ او زيات ئې کړه، چي زموږ ژوند ټول امتحان دئ او باید د ژوند ټولو امتحانو ته دغسي امادګي ولرو؛ زه ډاډ درکوم، چي د آزمويني پروسه به په بشپړ ډول شفافه يي. 

تر مراسمو وروسته د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د آزموینو ملي ادارې راغلي هيئت او د آزمويني دوو ګډونوالو پرانيست او ټولو ګډون والو ته په منظم ډول د سوالو فورمې ووېشلي سوې او وروسته د کانکور بهير مسئولانو او هیئت په منظم ډول وڅاره.

د یادوني وړ ده، چي د آزمویني نتایج به د آزموینو ملي ادارې له سایټ څخه ډېر ژر اعلان سي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۲