کندهار پوهنتون د (Google Form) روزنيز ورکشاپ دائر کړ

کندهار پوهنتون د(۱۴۰۲ هـ .ش) کال د جوزا پر (۲۱مه) د خپلو علمي روزنيزو ورکشاپو په لړ کښي د (Google Form) په نامه روزنيز ورکشاپ جوړ کړ؛
د ( Google Form) روزنيز ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز په نوښت، د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د انګلېسي څانګي استاد، ښاغلي پوهنیار احمدظاهر ولي، د دې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د قران کريم د څو مبارکو آياتو تر تلاوت کولو وروسته وړاندي کړ؛
د ياد روزنيز ورکشاپ په پېل کښي، د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنمل عطاءالله محمدي، د سیمینار پر ارزښت خبري وکړې، دا ډول سیمینارونه ئې په اوسني پرمختللي عصر کښي ډېر مهم او اړین وبلل او د پوهنیار احمد ظاهر ولي څخه ئې مننه وکړه، چي د خپلو ورځنيو تدريسي بوختياؤ ترڅنګه ئې پرېزينټېشن اماده کړى او محصلانو، استادانو او اداري کارمندانو ته ئې وړاندي کوي.
ورپسې ښاغلي ولي د نوي ټکنالوجۍ پر ارزښت، په نړۍ کښې پر استعمال، د ګوګل فارم پر جوړښت، د هغې پر بېلابېلو آسانتياؤ او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث وکړ؛
ښاغلي ولي په دې روزنيز ورکشاپ کښي تر عمومي معلوماتو وړاندي کولو وروسته؛ استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته په( Google Form) کي د بېلابیلو سوالونو جوړولو طریقه وښووله، بيا ئې په Google Apps کښي بېلابېل آپشنونه تشريح کړل؛ د ټول نظري سيمينار تر پاى ته رسېدلو وروسته ئې ياد سرليکونه په ګډونوالو عملي کړل او هغوى ته ئې هر څه په عملي ډول ور وښوول.
د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.