کندهار پوهنتون د وروستۍ زلزلې قربانیانو له پاره راټولي سوي پیسې د کندهار ولایت مقام ځانګړي کمېټې ته وسپارلې

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۶:۵۷
image

کندهار پوهنتون د وروستۍ زلزلې قربانیانو له پاره راټولي سوي پیسې د کندهار ولایت مقام ځانګړي کمېټې ته وسپارلې

په کندهار پوهنتون کي د هیواد په ختیځو ولایتو کي د زلزلې له قربانیانو سره د مرستو د راټولولو د درې ورځني کمپاين، راټولي سوي پیسې د کندهار ولایت مقام ځانګړي کمېټې ته وسپارل سوې.

د دې کمپاين تر څنګ يو بااحساسه ورور، د خپل شهرت او د نوم د نه ښوولو په شرط، د هیوادوالو په درد او غم کي د ځان شریکولو په موخه، د کندهار پوهنتون قدرمن رئېس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ته، دوه نیم میلیونه (۲.۵) افغانۍ ورکړې، چي د پوهنتون محترم رئېس یادي پیسې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه مقام دفتر ته ور ورسولې؛ تر څو ئې مسئولي ادارې د زلزلې و قربانیانو او اړمنو کورنیو ته ور ووېشي.

همداراز د کندهار پوهنتون رهبري، د غمشریکۍ تر څنګ؛ په هيواد کي دننه او تر هيواد دباندي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوي، چي د خپلو دردېدلو هېوادوالو پوره لاسنیوی وکړي، او هم له نړۍوالو مرسته کوونکو ادارو او هیوادو څخه د مرستي غوښتنه کوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۵