کندهار پوهنتون د (تدريسي مېتودونه) په نامه روزنيز ورکشاپ دائر کړ

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۴:۴۸
/

د ۱۴۴۴ هـ .ق کال د ذی القعده پر (۷مه) کندهار پوهنتون د خپلو علمي روزنيزو ورکشاپو په لړ کښي او د لوړو زده کړو وزارت د حکم پر اساس د (تدريسي مېتودونه) په نامه روزنيز ورکشاپ دائر کړ؛

ياد روزنيز ورکشاپ د کندهار پوهنتون مسلکي پرمختيايي مرکز، د تدريس د لا ښه والي، د محصلانو د ښې زدکړي (زده کړي)، محصل محورۍ او د نويو بېلابېلو پرمختللو علمي مېتودو سره د استادانو د بلدتيا په موخه دائر کړ؛

د تدريسي مېتودو دا روزنيز ورکشاپ د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختيايي مرکز آمر< پوهنمل عطاء الله محمدي وړاندي کړ؛ هغه په اول سر کښي د نړۍ د پرمختګو پر څو نمونو، چي په تعليمي ډګر کښې کړي دي؛ لنډي خبري وکړې او زياته ئې کړه، چي نړۍ لا په همدې ډګر کښي په پرمختګو باندي بوخته ده او ېوه بېلګه ئې په ياد ډګر کښي بېلابېل مېتودونه دي، چي زموږ د نن ورځي د روزنيز ورکشاپ موضوع ده؛ ښاغلي محمدي د ورکشاپ په جريان کښي اول پر مېتود، تدريس، درس، استاد (معلم) او تدريسي مېتود باندي لنډ او هر اړخيز بحث وکړ او ورسته ئې د تدريسي مېتودو پر بېلابېلو ډولو، د هغو پر منفي او مثبتو اړخو؛ د بېلابېلو مېتودو پر هغه لارو چارو، چي تدريس د محصلانو د علاقې وړ کوي او نورو اړوندو موضوعاتو باندي بحث وکړ ؛

ښاغلي محمدي وويل، چي تدريسي مېتودونه هغه تګلاري دي، چي درس آسانه او په زړه پوري کوي، استاد او محصل هدف ته په رسيږي او زدکړه دوام داره او ګټوره کوي.

د سيمينار په پاى کښي د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او هر اړخیز جوابونه وویل سول او سيمينار پاى ته ورسېد.