کندهار پوهنتون د اقتصاد په برخه کښي ۱۰۵ مسلکي ځوانان ټولني ته وړاندي کړل

kdru_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۹
image

 



د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي، اقتصاد پوهنځي د خپلو ۱۰۵ فارغه محصلانو په وياړ د فراغت شانداره مراسيم جوړ کړل، چي پکښي د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د کندهار د اقتصاد ریاست رئېس محترم مولوي نورالباقي احمد صاحب، د کندهار مستوفیت استازو، د کندهار د سوداګرۍ خوني او د مهمند ګروپ رئېس محترم حاجي محمد صدیق مهمند، د بېلابېلو شخصي ادارو استازو، ملي تجارانو، د کندهار پوهنتون د بېلا بيلو پوهنځیو ښاغلو رئېسانو، محترمو استادانو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.

مراسيم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئېس محترم پوهنیار عبدالله زیارمل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي ئې وښودله، چي نن د اقتصاد پوهنځي څخه ۱۰۵ مسلکي ځوانان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کېږي او د دې هيواد او ټولني هیله هم همدا ده، چي دا فارغان به د ټولني د هري اړوندي ستونزي د حل له پاره هڅي کوي او د دې وطن د جوړولو له پاره به خپله علمي پانګه په کار اچوي.

ورپسې د کندهار د اقتصاد ریاست رئېس مولوي نورالباقي احمد صاحب وینا وکړه؛ هغه ټولو فارغ سوو محصلانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل: دا د خوښۍ ځای دئ، چي نن د اقتصاد له پوهنځي څخه سلونه (لسګونه) ځوانان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کیږي؛ هغه وویل: د ټولو فارغانو څخه مي هیله دا ده؛ ترڅو د خپلي ټولني د پرمختګ، اصلاح او خدمت له پاره په بشپړ احساس او مسئولیت سره کار وکړي او د خپلو خلکو ملاتړ وکړي.

په وروستیو کي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب وینا وکړه؛ هغه لومړی ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او فارغانو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، زیاته کړه، چي نن ستاسي د استادانو او کورنیو د زحمتو نتیجه ده، چي تاسي تر دې ځایه رارسېدلي یاست؛ زه تاسي ټولو ته مبارکي وایم او سپارښتنه درته کوم، چي پر خپل ځان باور وکړی، راتلونکی په خپل لاس کي واخلى او د خپلو ټولو علمي طرحو او نوښتونو په جوړولو کي اسلامي شریعت ته هم پام وکړئ؛ تاسي د دې ټولني رښتیني خدمتګاران یاست.

ورپسې د کندهار د سوداګرۍ خوني رئېس محترم حاجي محمد صدیق مهمند وویل: نن زموږ له پاره د خوشحالۍ او وياړ ورځ ده، چي د اقتصاد په برخه کي دونه بااستعداده او پوه ځوانان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کيږي؛ هغه همداراز د سوداګرۍ خوني او د تجارانو په استازیتوب د کندهار پوهنتون رهبرۍ ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

په وروستیو کي د کندهار پوهنتون رهبرۍ غړو او د اقتصاد پوهنځي ځینو استادانو ته د اعزاز بګړۍ ور پر سر کړل سوې او همداراز مهمند ګروپ د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ټولو استادانو او فارغانو ته تحفې ورکړې؛ د غونډي په وروستیو کښي ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړلي سوې او مراسيم د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدل.


نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۱