کادري بستونو ته د ۱۸۰ نوماندانو څخه د نړۍوالو (انګرېزي او عربي) ژبو آزموینه واخیستل سوه

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۷:۱۵
exam



د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي او شخصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو کادري بستونو ته د ۱۸۰ نوماندانو څخه د انګرېزي او عربي ژبو آزموینه واخیستله سوه، چي د څارني او ارزوني پر مهال ئې د کندهار پوهنتون مسئولان، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلی هیئت، د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو ځيني مسئولان او استادان حاضر ول.

 په همدې موخه جوړ سوي مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کښي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شېخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې ئې د علم پر ارزښت او په تحصیلي مرکزو کښي د انګرېزي او عربي ژبو څخه د استفادې پر اهمیت وینا وکړه؛ وروسته ئې له ځوانانو وغوښتل، چي خپل علم او قلم د اسلام د مُبارزې له پاره کار کړي؛ نظام تاسي ته ډېري هیلي لري، د خپل نظام پوره – پوره ملاتړ وکړئ.

وروسته د کندهار پوهنتون د استادانو د علمي تقرر او ترفیعاتو آمر پوهنیار مولاداد حقمل د یادي آزمویني پر څرنګوالي خبري وکړې، چي په خبره ئې د سُهېل لوېدیځ زون د دولتي پوهنتونو ۴۰ کادري بستونو ته ۱۸۰ نوماندان غوره سوي، چي لومړى به له دوی څخه د نړۍوالي ژبي آزموینه اخیستله کېږي او په دوهمه برخه کښي به مسلکي آزموینه ور څخه اخيستله کېږي. ښاغلي حقمل وویل: هغه کسان به بریالي کیږي، چي ډېري نومرې ئې وړي يي، او یادو بستونو له پاره وړ او لایق کس يي.

د یادولو وړ ده، چي د یادو کادري بستونو مسلکي آزموینه به سبا دوشنبه له نوماندانو څخه واخیستله سي.