ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ۸۰ ژورنالیستان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي څخه ۸۰ محصلان له څلور کلونو لوړو زده کړو وروسته فارغه سول، چي په همدې موخه یاد پوهنځي د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم ور ته جوړ کړي ول، چي پکښي د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، استادانو، علماؤ او د فارغو سوو محصلانو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پېل سوه؛ په پېل کي د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رئېس پوهنیار سیدانور شاه عابد ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ وروسته ئې د اسلام په مقدس دین کي د ژورنالیزم پر ارزښت؛ ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي پر فعالیتو او راتلونکو پلانو خبري وکړې؛ هغه وویل: د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په تېرو ۸ دورو کي ۶۷۵ ژورنالیستان په مسلکي ډول روزلي، بیا ئې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړي او د خپلو خبرو په وروستیو کي ئې د اسلام په مقدس دین کښي د ژورنالیزم پر ارزښت او ګټو وږغېدئ.
د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم بیا خپلو خبرو په دوام د رسنیو پر ارزښت خبري وکړې، چي په خبره ئې” رسنۍ په نني عصر کي ډېر ارزښت لري، د ولس او حکومت ترمنځ د پُل حیثیت لري، رسنۍ دي چي د ولس ستونزي تر مسئولینو رسوي او د مسئولینو لاستهراوړني او لارښووني تر ولسه رسوي.
د غونډي په ورستیو کي نورو مسئولانو هم ویناوي وکړې، او هم د فارغو سوو محصلانو په استازیتوب ویناوي وسوې؛ دوی د کندهار پوهنتون له رهبرۍ، د ژورنالیزم پوهنځي له مسئولانو او استادانو مننه وکړه، چي فارغو سوو ځوانانو ته ئې پوره څلور کلونه په ښه او مسلکي ډول روزنه ورکړې؛ تر یادو برخو وروسته ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېدله.