چا چي د الله تعالی د رضا له پاره تواضع او عاجزي کړې، الله تعالی لوړ مقام ورکړی دئ
یادي څرګندوني د شرعیاتو پوهنځي استاد م. ممتاز احمد مُنقاد د دوشنبې په ورځ د تواضع او عاجزۍ کولو اهمیت په څلرم سيمینار کښي وکړې، یاد سیمینار چي د کندهار پوهنتون د دعوت ارشاد آمریت له لورۍ د محصلانو د فکري روزني او د اسلامي پوهي د لوړاوي په موخه په روانه اونۍ کښي د ټولو پوهنځیو محصلانو له پاره پېل سوی، لومړۍ برخه ئې د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي دوهم صنف محصلانو ته وړاندي سوه؛
سيمینار چي د تل په څېر د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت ویلو سره پېل سو؛ په پېل کښي د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد م. ممتاز احمد مُنقاد د تواضع او عاجزي کولو اهمیت اړوند جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن پېل کړ، چي په هغه کښي ئې د تواضع اهمیت، د تواضوع پېژندنه، ډولونه، او ګټي بیان کړې او بيا ئې د اړوندي موضوع په اړه په ورځني ژوند کښي څو بېلګي وړاندي کړې.
د سيمينار په پاى کښي د محصلانو و بېلابېلو پوښتنو ته، چي د يادي موضوع اړوندي وې؛ جوابونه وويل سول او سيمينار د دؤعا په ويلو سره پاى ته ورسېد.