په کندهار کي د ښوونکو او کارکوونکو د ۶.۵ خالي بستونو له پاره آزموینه په بریاليتوب سره پای ته ورسېده

د آزموینو ملي ادارې، د کندهار د پوهني ریاست اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو د خالي بستونو د دوې ورځنۍ آزمویني وروستۍ آزموینه د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کي واخيسته، چي په دې آزموینه کي د ۱۸۰۰ بستونو له پاره، ۶۰۰۰ کسانو ګډون کړی ؤ.
په همدې موخه جوړ سوي مراسم، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سول، په سر کي د کندهار پوهنتون رئېس محترم الحاج شیخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه، وروسته ئې وويل: موږ به افغانستان د علم په زېور سمبال کړو؛ زموږ او ستاسي هدف باید ېوازي د الله تعالی رضا يي؛ د افغانستان اسلامي امارت ژمن دئ، چي وړ کسان د نظام د خدمت له پاره وټاکي. هغه زیاته کړه: "تېره ورځ عالیقدرامیرالمؤمنین حفظه الله د کندهار پوهنتون ته راغلی ؤ او د علم پر اهمیت ئې هر اړخیزي خبري وکړې؛ د استادانو او محصلانو څخه ئې وغوښتل، چي باید د هيواد د پرمختګ له پاره کار وکړي؛ ځکه دا نظام ستاسي دئ او تاسي ته اړتیا لري.
وروسته د آزموینو ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال شېخ رحیم الله حقاني وویل: آزموینه اخیستل د ادارو د پرمختګ ېو مهم اصل دئ؛ نو له نقل او بېعدالتۍ څخه ډډه وکړئ؛ تر څو د خپل استعداد له مخه د نظام د خدمت ویاړ ترلاسه کړئ.
د آزمویني له رسمي پرانیستني وروسته، د پوښتنو صندوق د کندهار پوهنتون رهبرۍ، د آزموینو ملي ادارې د هیئت غړو او د ګډونوالو استازو پرانیست. ګډونوالو ته د سوالو فورمې په منظم ډول ووېشل سوې او بیا آزموینه د مسئولانو او د څارني هیئت تر مستقیم څار لاندي واخیستله سوه.
نېټه: ۱۴۰۳/۱۱/۲۷