په کندهار کي د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو د (۱۴۰۲ ل.) کال کانکور آﺯموينه د کندهار پوهنتون تر نظارت لاندي واخستل سوه.

د (۱۴۴۵ هـ ق) کال د محرم پر )۲۴ مه ( د جمعې په ورځ د کندهار ولايت په ټولو خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو کي د (۱۴۰۲ ل.) کال ژمنی عمومي کانکور آزموینه د کندهار پوهنتون د ټاکل سوي هیئت تر نظارت لاندي واخستل سوه.
د ملالۍ، میرویس نیکه، سبا، بېنوا او لمر د لوړو زده کړو خصوصي مؤسساتو کانکور آزموینه، د لوړو ﺯده کړو وﺯارت د پرېکړي سره سم د اسد میاشتي پر (۲۰ مه) نېټه واخستل سوه، چي د آزموینو له ټول جریان څخه، د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي، د کيفيت د تضمين آمر پوهنیار عبدالاحد زاهد، داستادانو آمر پوهنمل محمد طاهر هاند، د محصلانو چارو آمر رحمت الله رښتین او د بېلابېلو پوهنځیو څخه ګمارل سوو استادانو د هیئت په توګه نظارت وکړ.
د آزموینو په جریان کي د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال م. نوراحمد ایوبي د خصوصي لوړو زده کړو مؤسساتو له فعالیتونو، تدریس او امکاناتو څخه خوښي وښوده او له هغوی څخه ئې مننه وکړه، چي ټولني ته د ځوانو قدرونو په روزلو کي خپلي هلي ځلي کوي؛ هغه همداراز د کانکور ګډونوالو ته د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او له هغو څخه ئې مننه وکړه، چي د ورځنيو بوختياؤ ترڅنګ په خپل شخصي لګښت لوړي زده کړي کوي او هم ئې هغوى ته لارښوونه وکړه، چي په انتخابونه کښي د خپلي خوښي انتخابونه وکړي او هم دي د ټولني اړتيا ته په کتلو سره داسي انتخاب وکړي، چي سبا د ټولني درد درمل سي.
د ښاغلي ایوبي تر خبرو وروسته د کانکور آزموینه پېل سوه.
شنبه ۱۴۴۴۵/۱/۲۵
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت