په کندهار پوهنتون کې د ورزشي برنامو او ټورنمنټونو د ترتیب، پرېکړو، لا مؤثریت او هماهنګي په موخه لومړۍ ناسته وسوه.

د چهارشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د محصلانو د خدماتو انسجام د آمريت اړوند په ورزشي عمومي مُدیریت کې د ورزشي برنامو او ټورنمنټونو د ترتیب، پرېکړو، لا مؤثریت او هماهنګي په موخه لومړۍ ناسته وسوه، چي پرمهال یې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو آمر، د بدني روزني د څانګي آمر، د محصلانو د خدماتو د انسجام آمر، ورزشي مدير او د اړوند پوهنځيو د ورزشي کمېټې استازو ګډون کړی وو، چي ناسته کې د ټورنمنټونو او سیالیو پر ترتیب، تنظيم او پلان باندي ئې هر اړخيز بحث وکړ.
د يادوني وړ ده، چي په کندهار پوهنتون کي د محصلانو د خدماتو د انسجام آمريت اړوند ورزشي عمومي مدیریت د هر سميسټر په جريان کي د معیاري تدریس ترڅنګ د محصلانو د تشویق، د غیرو سالمو رقابتونو د مخنیوي، د جسمي او رواني ناروغیو څخه د ژغورني، د مسئولیت د حس د پیاوړتیا او په ټولنيزو کارونو کي د ګډون په موخه بېلا بېلي ورزشي سیالۍ؛ لکه: والیبال، کرکیټ، فوټبال، ځغاستي او رسۍ کشوني ترسره کوي؛ نو په همدې اساس به د دې سميسټر په جريان کي د صمیمیت او ورورولي تر نامه لاندي د پوهنځيو ترمنځ د محصلانو د تشويق په موخه د کرکیټ، والیبال، ځغاستي او رسۍ کشوني څلور ټورنمينټونه په را روانه اونۍ کي پېل سي، چي په همدې اړوند جوړ سوې ناسته کې د ټولو لوبو لپاره قره کشی وسول او د هري لوبي لپاره پوهنځي مشخصي سوې، او هم د ټورنمنټونو د لا مؤثریت او تنظیم په موخه په ټولو برخو کي د رایو په اکثریت پرېکړي وسوې.
د ناستي په پای کي د پوهنځيو له استازو څخه غوښتنه وسوه، چي د لوبغاړو د اماده کولو ترڅنګ خپلو لوبغاړو ته د ټورنمينټ د اصولو، مقرراتو او ورزشي اخلاقو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړي.
پنج شنبه: ۲۱ /۱۴۴۴/۱۰
د کندهار پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت