په کندهار پوهنتون کښي د ترکيې او سوريې هيوادونو د زلزله ځپلو سره د غم شريکۍ په موخه د قران مجيد ختم وسو

kdru_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۴:۸
pic oo1

۲۱/۷/۱۴۴۴

په کندهار پوهنتون کښي د ترکيې او سوريې هيوادونو د زلزله ځپلو سره د غم شريکۍ او ايصال ثواب په موخه د قران مجيد ختم وسو؛ په ياد ختم کښي د کندهار پوهنتون رئېس مولوي اکرم شاه عاصم، د کندهار پوهنتون مرستيالانو، د پوهنځيو رئېسانو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی وو.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار عبدالخالق چوپان وويل، چي ټول مسلمانان سره وروڼه دي او دا ئې د ټولو مسلمانانو يو پر بل حق وګاڼه، چي د غم په وخت کښي تسليت سره ورکړي او په غم کښي ځانونه شريک سره وګڼي.

ختم د قران مجيد تر تلاوت ورسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېد.