په کندهار پوهنتون کي د هيواد د وروستيو زلزله ځپلو له پاره مرسته راټوله سوه

kdru_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۰:۲۱
/

د دوشنبې په ورځ په کندهار پوهنتون کي د هرات او بادغیس ولایتو د زلزله ځپلو سره د مرستو د راټولولو ملي کمپاين تر سره سو.

د کندهار پوهنتون د رهبرۍ په وينا چي راټولي سوي مرستي به په هيواد کي تر وروستيو زلزلو ځپلو پوري د مسئولي ادارې له لاري ور ورسول سي؛ تر څو هغوی ئې تر اړمنو کورنيو پوري ور ورسوي.

همداراز د کندهار پوهنتون رهبري، د غمشریکۍ تر څنګ؛ د هیواد دننه او دباندي پر ټولو هيوادوالو ږغ کوي، چي د خپلو دردېدلو هېوادوالو پوره لاسنیوی وکړي، او هم له نړۍوالو مرسته کوونکو ادارو او هیوادو د مرستي غوښتنه کوي.

خدای جل جلاله دې په وطن کښي دا وروستۍ د ویر پېښه کړي.