په کندهار پوهنتون کي د زرو (۱۰۰۰) محصلانو د استوګني له پاره ليليه فعاله سوه

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د قدرمن وزیر شیخ الحدیث والتفسیر مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خاصه پېرزوینه؛ د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت او د کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ په هڅو؛ د نوي سیمسټر د پېل سره سم، په کندهار پوهنتون کي د زرو (۱۰۰۰) محصلانو د استوګني له پاره ليليه، چي (دارالصالحین) نومیږي فعاله او ګټه اخيستنه ځني شروع سوه.
د (۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ل.) تحصیلي کلونو د پيل سره سم مسافر محصلان کولای سي په دې نوې لیلیه کي په ښه سکون سره شپې او ورځي تېري کړي؛ د لیلیې ټولي کوټې په ښه معیاري توګه جوړي سوي؛ د اوبو، برېښنا، یخ او ګرمۍ ټول اړین سهولتونه پکښي برابر سوي؛ دغه راز محصلانو ته درې وخته منظم خوراک برابریږي او د ورزش په برخه کي معياري ورزشي کلب هم په دغه لیلیه کي جوړ سوی دئ.
د لیلیې فعاله کېدل به د مسافرو محصلانو له پاره د زدهکړي په بهیر کي لویه آسانتیا سي او هغوی به له اقتصادي ستونزو پرته پر خپلو زدهکړو تمرکز وکړي. همدارنګه ياد مسافر محصلان هم د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون د قدرمني رهبرۍ څخه د منني ترڅنګ، د نوي لیلیې پر فعاله کېدو خوښي ښيي او وایي: اوس کولای سي چي په آرام چاپېریال کي زدهکړي وکړي؛ په ليليه کي د خوراک، اوبو، یخ او ګرمۍ او د ورزشي فعالیتو په برخه کي دوی ته د اړتیا وړ پوره امکانات موجود دي.
په پای کي د کندهار پوهنتون رئيس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب او رهبرۍ د لوړو زده کړو د محترم وزارت، په ځانګړي توګه د لوړو زده کړو له قدرمن وزیر شيخ الحديت والتفسیر مولوي نداء محمد نديم صاحب څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د محصلانو د ستونزو د حل او د دوی د هوسایني له پاره ئې دا مهمه پروژه عملي کړه.
د یادوني وړ ده؛ هغه پاته محصلان، چي د پوهنتون په لیلیه کي ځای ور نه کول سي؛ د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د پرېکړي سره سم به د پوهنتون دباندي د معیاري لیلیې زمینه ورته برابره سي.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/۲۰
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت